1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

د مرستو ناعادلانه ویش د بېځایه شویو ژوند سخت کړی

۱۳۹۷ بهمن ۴, پنجشنبه

د فاریاب چارواکي وایي چې د دې ولایت شاوخوا ۷۰ زره بېځایه شوي اوسیدونکي مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا یو غړی بیا پر دولتي چارواکو پر مهاجرو باندې د مرستو د نه عادلانه ویش تور لګوي.

https://p.dw.com/p/3C60F
Afghanistan Kabul Binnenflüchtlinge aus Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د فاریاب د خواجه سبز ولسوالۍ اوسیدونکی ۲۷ کلن نقیب الله، د جګړو له کبله د خپل کور کلي پریښودو ته اړه شو. هغه اوس په ممینې ښار کې له خپلې میرمنې، درو ماشومانو او یوې بلې کورنۍ سره یو ځای په یوه داسې کور کې ژوند کوي چې یوازې درې کوټې لري. هغه وایي: «يو نيم کال وشو چې موږ دلته [ميمنې ته] راغلي یو. په دومره وخت کې له ما سره هيڅ مرسته نه ده شوې.»

د فارياب د کډوالو د ادارې مشر آقا محمد راحيم، په حواله یوازې د روان شمسي کال له پیل راهیسې په میمنې ښار کې د ۹۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کسانو سروې شوې ده. دغه ولایتي چارواکی روښانوي چې اوسنۍ مرستي د دې ولایت د بېځایه شویو کسانو بسنه نه کوي: «په عمومي ډول دولت، سيمه ايزي ادارې او د کډوالو رياست له خوا مرستې کيږي، خو د ژمي سړې هوا او د وچکالۍ سختو ګواښونو ته په کتو سره دغه مرستې کافي نه دي.»

پر ولایتي چارواکو باندې تورونه

که له یوې خوا د کډوالو ادارې مشر د مرستو له کموالي سر ټکوي، له بلې خوا د فاریاب د ولایت شورا رئیس محمد طاهر رحماني، پر لوړپوړو چارواکو باندې تور لګوي چې شته امکانات هم په سمه توګه پر بې ځایه شویو کسانو نه ویشي او په ځینو مواردو کې یې د ځان له پاره ساتي.

هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:«یوازې د والې ساتونکو په سوونو بوجۍ مرستې خپلو کورونو ته وړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د فارياب والي نقيب الله ثاقب، او د ولايتي شورا يو غړی بيا دغه تورونه په کلکه ردوي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ آن د غورماچ ولسوالۍ ته چې زموږ په لاس کې نه ده ۴۰۰۰ بورۍ غنم واستول [...] همداراز مو د کوهستاناتو ولسوالۍ سهمیه چې د وچکالۍ له کبله مرستو ته اړتیا لري، واستوله. تازه مو ۲۰۰۰ بورۍ غنم د فوق العاده سهميې په توګه کوچينانو ته ورکړل.»

د والي په خبره دا هر څه په شفافه توګه ترسره شوي دي. په افغانستان کې په ډیرو مواردو کې معلوماتو ته د لاسرسي نه شتون له کبله دغه شان تورونه او ادعاوې نه شي ثابتیدای او ډیر وخت یوازې په همدې حد کې پاتیږي.

تر رسمي شمیرو ډیر بېځایه شوي

که څه هم د فاریاب چارواکي د دې ولایت د بېځایه شویو کورنيو شمیر د ۲۰ زرو په شاوخوا کې ښيي، خو د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ايلبيک، بیا ټینګار کوي چې په میمنې ښار او فاریاب ولايت په ولسوالیو کې د ۷۰ زرو په شاوخوا کې بېځایه شوي کسان میشت دي.

هغه وایي چې د امنیتي ګواښونو له ډیریدو سره د دې شمیر د لا لوړیدو ویره موجوده ده: «د بلچراغ او غورماچ ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط کړی دی او د مخالفينو په ولکه کې دي. شيرين تګاب، خواجه سبزپوش، ګورزيوان، دولت آباد، قرمقل، کوهستانات، المار او قیصار ولسوالۍ هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.»

زموږ له ارشيف څخه: