د محلي پولیسو مشر د ملکيانو پر وژلو تورن شو
۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبهیوه افغان چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې د المان له خبري آژانس سره خبرې کولې وویل: «هغه دغه ملکي وگړي په دې تور ووژل چې د هغه د ملگرو په وژلو کې ئې لاس لاره.»
دغه چارواکي زیاته کړه چې هغه قوماندان چې د چهارشنبې په ورځ ئې د روزگان په ولایت کې ۱۱ تنه ملکي وگړي وژلي دي شجاعي نومیږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا پېښه نه ده تایید کړې.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ دغه پېښه نه شو تاییدولای. دا تورونه ټول بې بنسټه دي.»
خو د افغانستان په ولسې جرگه کې د روزگان استازي عبیدالله بارکزي، ویلي دي چې دې قوماندان دغه ملکي وگړي د خاص روزگان په ولسوالۍ کې پرته له کوم دلیل څخه له خپلو کورونو ایستلي دي او وژلي ئې دي.
ویل کیږي چې دا پېښه د روزگان ولایت د خاص روزگان په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. شجاعي د سیمه ییزو پولیسو د یوې ډلې مشري پر غاړه لرله. سیمه ییز پولیس د افغانستان د لیرې پرتو سیمو د امنیت ساتلو مسئولیت پر غاړه لري.
تر دې پخوا هم پر سیمه ییزو پولیسو باندې پر بشري حقونو د تیري او نور ورته تورونه لگول شوي دي. یو شمیر افغان چارواکي د دغو ځواکونو له رامنځ ته کیدو سره مخالف دي او وایي چې دا ځواکونه کیدای شي په راتلونکې کې د افغان حکومت له پاره په یوه سر خوږۍ باندې بدل شي.
د روزگان ولایت استازي عبیدالله بارکزي، ویلي دي: «دا لومړی ځل نه دئ چې دا قوماندان ملکي بیگناه کسان وژني.»
د بارکزي په خبره دغه قوماندان تر دې پخوا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو او کابل ته استول شوی وو. بارکزی زیاتوي چې قوماندان شجاعي په کابل کې بیرته ازاد شوی وو.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم