1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماکرون د اروپايي پوځ د جوړیدو وړاندیز ترمپ په غوسه کړی

۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې د اروپايي ټولنې د ګډ پوځ د جوړولو په هکله د فرانسې د ولسمشر څرګندونې له «توهینه» ډکې دي. ټاکل شوې چې ترمپ په فرانسه کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/380fe
USA Macron bei Trump PK
انځور: Reuters/J. Ernst

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې په ۹مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د اروپايي ټولنې د ګډ پوځ د جوړولو په برخه کې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون پر څرګندونو خپله غوسه څرګنده کړه. د فرانسې ولسمشر د اروپايي ټولنې له پاره د یوه ګډ داسې پوځ د جوړولو غوښتنه کړې څو دغه ټولنه د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالو قدرتونو له ګواښونو خوندي وساتي.

مخکې له دې چې ولسمشر ترمپ د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د ۱۰۰ تلین د مراسمو له پاره فرانسې ته ورسیږي، نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه د ماکرون څرګندونې «ډیرې توهین کوونکې» یادې کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ماکرون د درې ورځو پخوانیو څرګندونو ته په اشارې سره پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د فرانسې ولسمشر ماکرون اوس وړاندیز کړی چې اروپا دې خپل پوځ جوړ کړي څو خپل ځان د امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې پر وړاندې وساتي.»

ترمپ پر خپله ټویټر پاڼه وړاندې لیکلي: «[دغه څرګندونې] ډیر توهین کوونکې دي، خو ښه به دا وي چې اروپا د ناټو له پاره خپل مناسب مالي سهم ادا کړي، [چې په اصل کې] متحده ایالات له مالي پلوه [له ناټو] سره ډیره مرسته کوي.»

تر دې وړاندې هم ولسمشر ترمپ څو ځله شکایت کړی چې د ناټو متحدین د دغه پوځي تړون د دفاعي بودیجي له پاره ټاکل شوې خپله مالي ونډه نه ادا کوي او دا چې دوی یوازې پر امریکا متحده ایالاتو باندې تکیه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په یوه راډیويي مرکه کې ویلي وو چې اروپايي ټولنه اړ ده چې خپل ځان د چین، روسیې او حتی د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې وساتي.

ماکرون د یوروپ ۱ په نامه رسنۍ ته ویلي: «که له روسیې سره تقابل وشي کومه چې زموږ پر پوله پرته ده او غواړي چې تهدیدونه رامنځ ته کړي، په دې صورت کې موږ اړ یو چې یوه داسې اروپا ولرو چې له ځانه په خپله ښه دفاع وکړي او پرته له دې چې یوازې پر امریکا متحده ایالاتو تکیه وشي، په خپلواکه توګه له ځانه دفاع وکړي.»

د ایران بندیزونه او د روسیې او امریکا ترمنځ اتومي تړون

انتظار کیږي چې ولسمشر دونالد ترمپ به د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۰مه نیټه) د اليزې په ماڼۍ کې له خپل فرانسوي سیال امانویل ماکرون سره هم وګوري. اټکل کیږي چې دواړه مشران به پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د وضع شوو اقتصادي بندیزونو او همدا راز له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو له تړون څخه د امریکا د وتلو پر موضوع بحث او خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د روسیې او متحده ایالاتو ترمنځ د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو له تړون څخه د امریکا د وتلو په تړاو د فرانسې ولسمشر د اروپا ۱ په نامه رادیو ته ویلي وو چې له دغه تړون څخه د وتلو اصلي قرباني اروپا او د دې ټولنې امنیت دی.

BG Trump "allein zu Hause" bei der UNO
انځور: Reuters/C. Barria

د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې۲۱ نیټه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له روسیې سره د سړې جګړې پرمهال یعنې په ۱۹۸۷م کال کې د منځني واټن ویشتونکي اټومي توغندیو د لمنځه وړلو له یوه تړونه د وتلو ګواښ وکړ. 

د دغه تړون پر اساس دواړه هیوادونه یعنې امریکا متحده ایالات او روسیه له ځمکې څخه ویشتل کیدونکي د اټومي کروز توغندیو له جوړولو، آزموینې او ملکیت څخه منع کړل شوي دي. د دغه راز توغندیو د هدف ویشتنې واټن له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره پورې وي. د سړې جګړې په وروستي کال لاسلیک شوي دغه تړون، د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د وسلو د رقابت د پای سبب وګرځید.

زموږ له آرشیف څخه: