1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د مالي پلازمينې ته نژدې يو مهم پوځې مرکز کې ډزې شوي

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

رپوټونه وايي چې د جمعې په ورځ سهار وختي د مالي هیواد پلازمينه، باماکو، ته نژدې په يو مهم پوځي بیز کې د چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي دي. د مالي پوځ ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او دوه حمله کوونکي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4EW3S
Mali Kati Soundiata Keïta Camp ARCHIV
د کاتي کمپ یا بیز - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/H. Kouyate

د سېمې یوه اوسیدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «د سهار شاوخوا ۵ بجې ناپيژاندو وسله والو پر کاتي باندې حمله وکړه.» کاتي د باماکو په څنډه کې پروت يو ښارګوټی دی چې یو ستر پوځي بيز په کې واقع دی.

د سېمې یو بل اوسیدونکي وويل: «موږ پنځه بجې د ډزو او چاودنو په اوریدلو راويښ شولو، موږ نه پوهیږو چې څه روان دي.» درېمې منبعې وويل: «زموږ پر بیز باندې برید شوی دی.» د فرانسې خبري آژانس لیکي چې په سیمه کې د دوی خبریال د سهار په ۸ بجو هم د کمپ له منځه د ډزو غږونه اوریدلي دي.

د مالي پوځ پر فیسبوک ليکلي دي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او دوه حمله کوونکي وژل شوي دي.

د مالي ځانګړي ځواکونه سیمه ته رسيدلي او دوه څرخي الوتکې په هوا کې ګزمې کوي. اسوشتید پریس هم له باماکو څخه خبر ورکوي چې پوځ کتي سيمې پر لور غځيدلې لارې بندې کړي دي. د کتي ښارګوټۍ د پلازمينې باماکو شمال لویديځ لور ته په شاوخوا ۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

د کتي ښارګوټي پوځي بیز، هغه ځای دی چې د مالي هیواد پوځي رهبر، آسیمي ګویتا، پکې ډېر وخت اوسيږي. دا هغه پوځي بیز دی چې ګويتا ورڅخه په ۲۰۲۰ کال کې کودتا پيل او په نتیجه کې ېې هغه قدرت ته ورسید.

مالی چې په لويديځې افریقا کې پروت دی، له لسو کلونو راهیسې د داعش او القاعده شبکو پورې اړوند ډلې په کې شورشي فعالیتونه لري. د دغو ډلې اکثره بریدونه د مالي په شمالي سیمو کې ترسره کيږي، خو په وروستیو کې دغه اورپکي مرکز پر لور خوځيدلي دي.