د مالي پر یاغیانو باندې سخت تورونه لګول شوي دي
۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سهشنبهاعلان
ملګرو ملتونو د مالي په شمال کی پر اسلامي یاغیانو باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونې او جنګي جنایتونو تور لګولی دﺉ. په ملګرو ملتو کې د بشري حقونو کمیسارې ناوي پیلای، دغه اعمال په کلکه غندلي دي.
د دې په حواله پاڅون کوونکو په دغه ځای کې ډله ییزې وژنې، سنګسارونه او له شکمنو مجرمینو څخه د بدن د اعضاوو پرې کولو په شان جنایتونه تر سره کړي دي.
پیلای زیاته کړې ده چې د پاڅون کوونکو له خوا پر ملکي خلکو باندې بریدونه او جنسي تیري شوي دي او کوچنیان په جبرٍي ډول عسکري ته استول شوي دي.