د مادورو سيال خپله ماتې نه مني
۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبهپه کاراکس کي د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی دئ، چي سوسياليست نيکولاس مادورو ۵۰،۷ سلنه رايي گټلي دي او د هغه سيال هنريک کاپريليس ۴۹،۱ سلنه رايي وړي دي.
د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی دئ «هغه پريکړه چي خلکو کړې ده، هغه بيرته نه راگرځي.»
په دې سره مخالفينو د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر مياشتي د ټاکنو په پرلته ډير پرمختگ کړی دئ. د مادورو سيال کاپريليس د ټاکنو نتيجه نه مني او وايي چي رايي دي له سره وشمېرل سي. هغه ويلي دي چي د رای ورکولو پرمهال ډيري بې نظمۍ وې.
پخواني جمهور رئيس چاويز تر خپل مرگ لږ دمخه د بهرنيو چارو پخوانی وزير مادورو تر ده وروسته د خپل ځای ناستي په توگه ونوماوه چي «بوليواري انقلاب» بشپړ کړي.
په کاراکس کي د ټاکنو د کمېسيون تر اعلان لږ وروسته د مادورو پلويان کوڅو ته راووتل او په خوشحالیو ئې پيل وکړ. خو مخالفينو بيا پر سړکانو باندي بې نظمۍ ته لاس ورته کړ.
د وينزويلا موقت جمهور رئيس مادورو د انتخاباتي مبارزې پرمهال ټينگار کاوه چي د خپل سياسي مربي چاويز لار تعقيبوي. يعنی د ۲۱ پيړۍ سوسياليزم به پرمخ بوزي. هغه دغه راز د Opec په هيواد کي د اداري فساد او قوم پرستۍ ستونزو ته هم شاره وکړه چي په خبره ئې د ورکېدو په حال کي دي.
په وينزويلا کي ۱۸،۹ ميليونه خلک د رای ورکولو شرايط پوره کوي. د انتخاباتي مبارزې پرمهال دواړو اړخونو پر يو بل باندي سختي نيوکي کولې.
د ټاکنو په ورځ دواړو اړخونو خپلو پلويانو ته ويلي ول چي له وخته بايد د رای اچوني مرکزونو ته ولاړ سي او خپلي رايي وکاروي.
د مادورو اوسني سيال کاپريليس د تيرکال د اکتوبر مياشتي په ټاکنو کي چي ځان له هوگو چاويز سره کانديد کړی وو هم ټاکني بايللي وې.
کاپريليس هغه مهال ۴۴ سلنه رايي وگټلې چي دا د چاويز په مقابل کي د يوه مخالف تر ټولو ډيري رايي وې چي گټي ئې.
چاويز د روان کال د مارچ د مياشتي پر پنځمه د کراکاس په يوه پوځي روغتون کي د سرطان له ناروغۍ ومړ.