1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لېونارد بېرنستين د زېږېدو سلمه کليزه پوره شوه

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

لېونارد بېرنستين هغه کمپوزيتور او د موسيقۍ د اجرا د برخې لارښود و چې د ارکستر د رهبرۍ پر وخت به يې پر مخ د خپل کار سره لېوالتيا له ورايه ښکاره وه. ده خپل ټول ژوند موسيقۍ ته وقف کړی و. اوس يې د زېږېدو سلمه کليزه پوره شوه.

https://p.dw.com/p/33me2
Dirigent Leonard Bernstein
انځور: picture alliance/AP Photo

«هر څه چې يې کول يو ډول تدريس او پوهاوی و» دغه خبره جېمي بېرنستين کوي، چې د لېونارد بېرنستين مشره لور ده. د خبرو اترو د لياقت له کبله بېرن ستين د رسنيو د لارې ډېر خلک د موسيقۍ د کيفيت په هکله خبر کړل. نوموړی د موسيقۍ لارښود، روزونکی او منځګړی، د پيانو يو وتلی غږوونکی او کمپوزيتور هم و. د هغه د زېږېدنې د ورځې راهيسې اوس سل کاله پوره کيږي چې په دې پلمه په ټوله نړۍ کې د بېرنستين د موسيقۍ بېلابېل اثار نندارې ته وړاندې کيږي. تر ټولو زيات البته دغه موسيقي د امريکا د ماساچوسېتس آيالت په تېنګلوود کې غږول کيږي چېرته چې ده په ۱۹۴۰ م کال کې د ۲۲ کلن ځوان ديريګنت يا د موسيقۍ د لارښود په توګه شهرت وموند. په همدغه ځای کې دی له خپل مرګ لږ مخکې يعنې په ۷۲ کلنۍ کې په وروستي ځل هم د ستيج په سر راڅرګند شو. ده درې د سينفونۍ کنسرتونه ترتيب کړي، بې شمېره سندرې کمپوز کړي او د «وېست سايد ستوري» په نوم د ميوزيکل تياتر ننداره يې هم رامنځ ته کړې ده. د بېرنستين سلمه کليزه د کلاسيکې موسيقۍ په برخه کې د کال غوره پېښه ده.
«کوچنی زوړ سړی»

لويس «لېونارد» بېرنستين د ۱۹۱۸ م کال د اګست په ۲۵ نېټه د امريکا د ماساچوسېتس آيالت په لاورنس ښار کې زېږېدلی دی. لس کاله پخوا د ده پلار له اوکراين څخه تښتېدلی و چېرته چې يهودان تر تعقيب لاندې ول. د بېرنستين مور هم له هغه ځايه څخه متحده آيالاتو ته تښتېدلې وه. د هغې پلار راهب و. کله چې بېرنستين يو نيم کلن و، نو په ګاونډ کې مېشتې يوې نجلۍ ورته د «کوچني زاړه سړي» خطاب وکړ، ځکه چې ډېرې خبرې به يې کولې او تل به يې خپلو خبرو ته دوام ورکاوه. مور يې ډېر ژر دې ته متوجه شوه چې نوموړی له موسيقۍ سره هم ډېره علاقه لري. خو پلار يې خوښ نه و ځکه چې غوښتل يې چې لېونارد بېرنستين دې د نظافت د توکو په دُکان کې کار وکړي او د دغه دکان مشري ومني. ډېر وخت وروسته د ۱‍۹۴۳ م کال د نومبر په څوارلسمه د موسيقۍ د اجرا د برخې يو مشهور لارښود او رهبر، برونو والتر، زکام و. لېونارد بېرنستين د ده پر ځای د نيو يارک په کارنېګي هال کې د «مرستيال مدير» په توګه د ستيج په سر راڅرګند شو چې دغه کنسرت ته يې له مخکې تمرين هم نه و کړی. مور او پلار يې د افتخاري مېلمنو په لوژ کې ناست ول چې په لومړي ځل يې د يوه کلاسیک کنسرت ننداره کوله. پلار يې هلته په اوله پلا وليدل چې زوی يې څه مهارتونه لري. دا دغسې يو وخت و چې کلاسيکه موسيقي به لا د ورځپاڼو په اوله صفحه کې مطرح کېدله او ټول امريکايان به لا د راډيوګانو مخکې ناست ول. دغه کنسرت له دې کبله د مطبوعاتو له پاره يوه مهمه پېښه وه چې او داسې يو بری جوړ شو چې لېونارد بېرنستين پکې د ستوري په څېر وځلېد. د «نيو يارک ټايمز» ورځپاڼې هغه وخت وليکل چې دا «د بريالياتوب يوه ښه امريکايي سټوري يا کيسه» ده.

Szene aus West Side Story
د «وېست سايد سټوري» په نوم ميوزيکل ډېر شهرت موندلی دیانځور: picture-alliance /dpa

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (08.06.2018):