د لېنين د مجسمې سر ۲۴ کاله وروسته برلین ته انتقاليږي
۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سهشنبهپه پلان کي ده چي د روسيې د اکتوبر انقلاب د رهبر لېنين، د هغي ستری مجسمې سر چي له سرې ډبري جوړ سوې وه او ۲۴ کاله دمخه ئې سر ښخ سوی وو د برلين موزيم ته انتقال سي. خو مسئولان د دغي مجسمې د قبر سيمه پټه ساتلې ده.
د لېنین ډبرينه مجسمه چي په ۱۹۸۹م کال کي د ختيځ آلمان له کمونيستي حکومت سره يو ځای ړنگه سوه، څو ټوټې ئې له ۱۹۹۱م کال راهيسي د برلين په جنوب کي د «موگل» درياب په سواحلو کي ښخي دي.
د دغي مجسمې سر يوازي درې نيم ټنه وزن او يو نيم ميتر لوړوالی لري.
د برلين د ښارجوړولو چارو شورا ويلي دي چي په سپتمبر مياشت کي به د څو گوتو په شمېر کسانو په مخکي د لېنين د مجسمې سر له خاورو راوباسي.
خو د نړۍ له گوټ گوټه تلويزيوني شبکې غواړي دغه شېبه عکاسي کړي چي د لېنين د مجسمې سره له خاور را ايستل کيږي.
د ولاديمير ايليچ لېنين دغه مجسمه چي ۱۳۰ ټوټې سوې ده او برلين ته نژدې ښخه ده، يوازي به ئې سر له خاورو را وايستل سي او موزيم ته به انتقال سي.
د لېنين دغي ډبريني مجسمې چي ۱۹ متره لوړوالی لاره د يوه شوروي مجسمه جوړونکي نيکولای تومسکي، له خوا توږل سوې وه او د ۱۹۷۰م کال په اپريل مياشت کي د روسيې د سره انقلاب د دغه رهبر د زېږېدني د سلمي کاليزي په مناسبت په ختيځ برلين کي د لېنين په ميدان کي نصب سوې وه.