1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا ساحل ته څیرمه بیا مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

د یوه آلماني مرستندویه سازمان کښتۍ د لیبیا ساحل ته څیرمه بیا ۴۴ پناه غوښتونکي ژغورلي دي. دغه کسان یوه ورځ وروسته له هغې ژغورل کیږي چې همدغې کښتۍ مالتا هیواد ته ۶۵ کډوال سپارلي وو.

https://p.dw.com/p/3LmIe
Seenotrettung im Mittelmeer - "Alan Kurdi"
انځور: picture-alliance/dpa/Sea-Eye/F. Heinz

د سي-آی، آلماني مرستندویه سازمان د «آلان کردي» په نوم کښتۍ لیبیا ته څیرمه په مدیترانه سمندرګي کې ۴۴ کډوال ژغورلي دي.

سي-آی، د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د مالتا سمندري ځواکونو د ژغورنې په هڅو کې مرسته کړې ده: «آلان کردي له یوې لرګینې کښتۍ څخه د مالتا د چارواکو په همکارۍ ۴۴ تنه ژغورلي دي.»

د آلمان مرستندویه سازمان په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي دي چي د مالتا د سمندري ځواکونو کښتۍ پر لاره ده، څو له آلان کردي څخه انسانان واخلي او هیواد ته یي ولیږدوي. دا په داسې حال کې ده چې د مالتا هیواد چارواکو لا تر اوسه په دغو هڅو کې خپل ګډون نه دی تائید کړی.

د یکشنبې په ورځ مالتا هیواد توافق وکړ چې ۶۵ پناه غوښتونکي چې د آلان کردي، کښتۍ له لوري ژغورل شوي ول، ومني. تر دې دمخه ایټالیې خپلو بندرونو ته د دغه کښتۍ د ورتګ اجازه نه وه ورکړې.

د ایټالیې له لوري د هغو مهاجرو له منلو څخه انکار چې په مدیتراني سمندرګې کې له خیریه سازمانونو څخه ژغورل شوي وي، د روم او اروپایي اتحادیې د هیوادونو تر منځ اړیکي ترینګلې کړې دي.

تیره میاشت د آلماني مرستندویه سازمان سي واچ ۳، د کښتۍ کپتانې کارولا راکیته، د لمپیدوسا ټاپو ته ۴۰ مهاجر لیږدولي وو او د ایټالیې دا امر یې نقض کړ چې د دوی بندرونو کې به لنګر نه اچوي.

تیره اوونۍ له کورنۍ نظر بند څخه پر خلاصیدو سربیره هم له هغې څخه په ایټالیا کې تحقیقات کیږي. یوې محکمې د هغې د آزادیدو حکم کړی وو او قاضۍ الیسندرا ویلا، ویلې وو چې کوم قانون یې نه دی نقض کړی.

(sr/sm (dpa, AFP