1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا د ملي پوځ مشر ترکیه خپل دښمن بللی

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د لیبیا د پوځي ملیشه و مشر او یاغې جنرال خلیفه حفتر ترکیه خپل دښمن بللی دی. حفتر امر کړی چې ټول ترکیي اتباع دې ونيول شي او د لیبیا او ترکیي ترمنځ دې هر ډول هوایي او سمندري تګ راتګ بند کړل شي.

https://p.dw.com/p/3LLzR
Libyen Mitglieder der National Army LNA in Bengasi
انځور: Reuters/E. O. Al-Fetori

په لیبیا کې له څو کلونو راهیسې د قدرت پر سر روانه جګړه او په دغه هیواد کې د پرله پسې نا امنیو په برخه کې ياغي جنرال خلیفه حفتر ته د کورنۍ جګړې د یوه مرکزي لوري په سترګه کتل کیږي.

د هغه وسله وال ملیشه چې د «لیبیا ملي پوځ» LNA یي بولي له نظامي پلوه ډیره پیاوړې ده. حفتر تور لګولی دی چې ترکیه په لیبیا کې د هغه د مخالفينو سیاسي ملاتړ کوي. جنرال حفتر د دې له پاره چې د انقرې حکومت خپل سیاسي موقف بدلولو ته اړ باسي خپل دریځ سخت کړی دی.

د ټولو ترکیي اتباعو د نيولو حکم

د خلیفه حفتر د پوځ ویاند احمد المسماري په حواله د دوی مشر امر کړی دی چې د لیبیا په سمندري حدودو کې دې ټولې ترکي کښتۍ په نخښه شي. سربیره پر دې دي د ترکیي هیڅ بیړۍ ته د لیبیا په سمندري حدودو کې د داخلیدو اجازه ور نه کړای شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دي ټولې هوایې اړیکې قطع کړای شي.

د المسماري په خبره دا پریکړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو پروازونو په برخه کې هم صدق کوي.

ویاند زیاته کړې ده چې اوس د ترکيې ټولې سمندري کښتۍ او الوتکې به د دغه ملیشه ځواک له پاره داسې اهداف وي، چې د دښمن په توګه به په نخښه کیږي.

Libyen Armeechef Khalifa Hifter
جنرال خلیفه حفتر ته د لیبیا په راتلونکي سیاست کې د یوه مطرحې څیرې په سترګه کتل کیږي.انځور: picture-alliance/AP Photo/M. El-Sheikhy

سربیره پر دې په لیبیا کې هر ډول ترکي تاسیسات او ادارې د حفتر د ځواکونو دښمن وګنل شي. زیاته شوې ده چې په اوس وخت کې چې په لیبیا کې په هره اندازه ترکیي اتباع موجود دي هغوې به هم ونيول شي.

د لیبیا شخړه شاید نور هم شدت ومومي

د مختلفو خبري سرچينو په حواله د شمالي افریقا په دې جګړه ځپلې هیواد کې د حفتر دغه نوې پریکړه به د لا زیاتې وینې تویدنې او د جګړې لمن د پراخیدو سبب شي. 

د دې یو دلیل دا دی چې ترکیه د هغو ډیرو لویدیځو هیوادونو، ناټو او ملګرو ملتونو سازمان د غړو هیوادونو له ډلې څخه ده چې په لیبیا کې په نړیواله کچه د په رسمیت پيژندل شوي لومړي وزیر السراج د حکومت ملاتړ کوي.

د لیبیا د ملي پوځ ویاند د خلیفه حفتر په حواله تور لګولی دی چې ترکیه «د لیبیا په داخلي چارو کې بی شرمانه مداخله» کوي.

جنرال خلیفه حفتر د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال د پوځ یو لوړپوړی افسر وو چې اوس یي وسله واله ملیشه د لیبیا د ختیځ ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري.

آژانسونه/ ش.ن/ ن.ز