د لوفتنزا د هوایي شرکت عملې يو ځل بیا په اعتصاب لاس پورې کړ
۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعهاعلان
د لوفتنرا د هوایي شرکت عملې یو ځل بیا د ۲۴ ساعتونو له پاره د اعتصاب د تر سره کولو اعلان کړی دئ. دغه اعلان د UFO اتحادیې کړی دئ. د لوفتنزا هوایي شرکت د المان په داخل او په اروپا کې خپل ۱۲۰۰ سوه پروازونه لغوه کړي دي. دغه اعتصاب د المان په شپږو هوایي ډگرونو کې تر سره کیږي.
د لوفتنزا هوایي شرکت په انټرنیټ پاڼې کې په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې ښایي د دغه اعتصاب له امله یو شمیر نړیوال پروازونه هم اغیزمن شي. د لوفتنزا د هوایي شرکت عمله په خپلو معاشونو کې د پنځه فیصده لوړوالي غوښتنه کوي او شرکت هغوی ته په معاشونو کې د دري نیم فیصده لوړوالي وړاندیز کوي.