د لندن پولیس: د پوتین منتقد روسی سوداګر وژل شوی دی
۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبهد لندن د پولیسو په باور د روسیې د دولت دغه منتقد سوداګر، په ستوني باندې د ډیر فشار راوستلو له امله وژل شوی دی. د ۶۸ کلن نیکولای ګلاشکوف جسد د تیرې دوشنبې په ورځ یعنې د مارچ میاشتې په ۱۲ نیټه په لندن کې د هغه د کور په داخل کې موندل شوی دی.
ګلاشکوف په ۱۹۹۹م کال کې د پیسو د سپینولو یا مینځلو او په روسیه کې د مالي فساد په جرم په پنځه کلن بند محکوم شوی وی او د دوهم ځل له پاره نوموړي بیا وروسته په ۲۰۰۴م کال کې د تعلیقي زندان حکم ترلاسه کړ. نوموړي په دې ترڅ کې وکولی شول چې په پټه له روسیې وتښتي او په ۲۰۱۰م کال کې یې په بریتانیا کې سیاسي پناه ترلاسه کړه. نیکولای ګلاشکوف د روسیې د هوايي شرکت «ایروفلوت» له پخوانیو مدیرانو څخه وو.
په ورته وخت کې ګلاشکوف د بوریس برزوفسکی چې یو بل روسی سوداګر دی، نږدې ملګری دی. د بوریس برزوفسکی جسد هم په ۲۰۱۳م کال کې د لندن په ښار کې د هغه له کور څخه موندل شوی وو. نوموړی د خپل کور په تشناب کې په دار ځړول شوی وو.
د پولیسو په وینا تراوسه پورې هیڅ داسې نښې او دلایل په لاس کې نشته چې دغه قتل دې د سرګيي سکریپال چې د روسیې پخوانی جاسوس دی، د هغه د وژنې له هڅې سره اړیکه ولري. د بریتانیا د پولیسو په حواله پر سرګیي سکریپال، د هغه پر لور او د پولیسو پر یو مامور د اعصابو ضد یو ډول ګازو چې تر ډیره په نظامي چارو کې کارول کیږي او په روسیه کې تولید شوي، تر برید لاندې راغلي. د تیرو ورځو په ترڅ کې دغې موضوع د بریتانیا او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دې پیښې اصلي تورن کس ګڼي. نوموړي په دې هکله ویلي چې ډیر قوي احتمال شته چې د قتل حکم په خپله پوتین اجرا کړی وي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دوی د ۱۴ قتلونو د بیا ارزونې په چارو کې بوخت دي او زیاتوي چې ډیر زیات احتمال وجود لري چې دغه وژنې او قتلونه له روسیې سره اړیکې ولري.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: