د لندن بیگ بین ساعت نور وخت نه ښيي
د بریتانیې د پارلمان بیګ بن یا هغه ستر ساعت چې په یوه برج کې نصب شوی، د اګست میاشتې له ۲۱ نیټې وروسته د څلورو کلونو له پاره ترمیمیږي. داسې اټکل کیږي چې د دې ساعت او د برج بیا رغونه به تر ۲۰۲۱م کال پورې دوام وکړي.
الیزبت کلاک ټاور
د لندن دغه ستر ساعت ته په رسمي ډول «الیزبت کلاک ټاور» وايي چې لوړ والی یې ۹۶ متره دی. سیلانیان تر بل هرچا ډیر د دې لوړ ساعت لرونکي برج مینه وال دي او تل غواړي چې ورسره انځور واخلي.
د نړۍ له عجایبو څخه
له لیرې څخه د لیدلو وړ او د لوړ غږ لرونکی دغه ساعت د نوي کال د خوښۍ او په نورو مراسمو کې زنګ وهي. دغه لوړ او تاریخي برج د نړۍ یو له عجایبو څخه شمیرل کیږي. د لندن اوسیدونکي د دې ستر ساعت له مخې خپل شخصي ساعتونه هم برابروي.
د برج رڼا
په ۱۸۸۵م کال کې نصب شوي د دغه ساعت لرونکي برج ګروپ هر ماښام د پارلمان د چارو د پیلیدو پر مهال روښانه کیږي او یوازې د دواړو نړیوالو جګړو پر وخت نه وو لګیدلی.
د برج بیا رغاونه
د بریتانیا د پارلمان د ودانۍ د بیارغاونې چارې د پارلمان د غړو تر څار لاندې تر سره کیږي او دوی دې خبرې ته هم اشاره کړې چې د ساعت لرونکي برج د بیا رغاونې چارې به هم دوی وڅاري. خو دوی وايي چې د برج د بیارغونې د ډلې خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی.
څلور کلنه خاموشي
د لندن د بیګ بین ددغې څلور کلنې خاموشۍ له امله د دې هیواد سیاستوال هم خپل تحفظات لري. د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې ویلي وو چې نه شي کیدای چې د دې ستر ساعت د خاموشۍ وخت را کم کړو؟
آیا پوهیږي چې دغه ساعت عقربه څومره وزن لري؟
د رویترز خبري اژانس له مخې د لندن د دغه ستر ساعت د عقربې وزن ۱۳،۷ ټنه دی چې ۱۵۷ کاله پخوا نصب شوی دی. د دغه ساعت عقربه اوس له خپل ځای څخه لیرې کیږي ترڅو ورغول شي چې د بیا رغونې چارې یې هم په ډیر احتیاط ترسره کیږي.
د ساعت وروستی زنګ
د دغه ستر ساعت د وروستي زنګ د اوریدو له پاره د لندن د پارلمان په څلورلاري کې سلګونه کسان را ټول شوي وو او په خاموشی سره یې د دې ستر ساعت آخري زنګ ته غوږ نیولی وو. دوی دغه شیبه په خپلو ګرځنده تلیفونو کې ثبت کړې هم ده.