1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لغوه شویو ادارو کارکوونکو په اړه د طالبانو پریکړه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د طالبانو حکومت کابینې پریکړه کړې ده چې ډېر ژر به د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو برخلیک روښانه کړي. طالبانو د پخواني حکومت کومې ادارې او وزارتونه لغوه کړي؟

https://p.dw.com/p/4F4KI
Afghanistan Alltag in Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

رویا دادرس په پخواني حکومت کې د ښځو چارو وزارت ویانده، هغه وزارت چې طالبانو یې واک ته له رسېدو سره سم  تشکیلات لغوه او پرځای یې د امر باالمعروف وزارت رامنځته کړ.

دادرس دویچه ویله ته وویل: «هغو کارمندانو چې د ښځو چارو په وزارت کې یې کار کاوه ډېرې ښځې یې د کورنۍ له پاره یواځینۍ ډوډۍ ګټونکې وې، ډېر شمېر ښځو یې ان په کورنۍ کې سړي هم نه درلودل.»

دادرس زیاته کړه چې د ښځو چارو وزارت کې ۸سوه او پنځه اویا کارمندان ول، چې ډېرې یې ښځې وې.

د طالبانو حکومت د کابینې په اونیزه غونډه کې پریکړه شوې چې د پخواني حکومت د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو برخلیک له پاره به د هغوی شهرت او مالومات راټول کړي.

په دې اړه اعلامیه کې راغلي: «د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل کیږي، چې د دې ادارې دوه تنو او د ریاست الوزرا مقام دفتر لوی ریاست د یو تن استازي په ګډون پلاوي پرمټ د اسلامي امارت د یوشمېر لغوه شویو ادارو د کارمندانو د برخلیک ټاکلو په موخه د هغوی شمېر، نومونو او مشخصاتو په اړه بشپړ مالومات راټول او د خپل تخصصي نظر سره یو ځای د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.»

په اعلامیه کې د لغوه شویو ادارو او د دې ادارو د لغوه کېدو له امله د وزګار شویو کارمندانو په اړه څه نه دي ویل شوي او د برخلیک په اړه یې هم نه ده په ډاګه کړې چې آیا لغوه شوي ادارې بیا فعالیږي او یا به یې کارکوونکي په نورو ادارو کې وګومارل شي.

کومې ادارې لغوه شوي؟

د طالبانو حکومت شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغوه کړل.

په وزارتونو کې د ښځو او پارلماني چارو کې د دولت وزارتونه شامل دي، دغه راز د ټاکنو او د بشري حقونو کمېسیونونو تشکیلات هم لغوه اعلان شوي.

د افغانستان د کارګرانو اتحادیه که له یوې خوا د طالبانو حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي چې د لغوه شویو ادارو د کارمندانو برخلیک مالوموي، خو ترڅنګ یې له شته ادارو په ډله ایز ډول د کارمندانو له ګوښه کولو هم اندېښنه ښيي.

د دې اتحادیې رئیس عبدالمعروف قادري دویچه ویله ته وویل: «هغه ادارې چې کارمندان یې بې کاره شوي دوه ډوله دي، یو هغه ادارې دي چې په بشپړ ډول لغوه شوي، یوشمېر نور وزارتونه دي لکه د کار وزارت او یا نور وزارتونه چې ځینې کارکوونکي یې په ډله ایز ډول له کاره ګوښه کیږی او پرځای يې نوي کسان چې کاري تجربه او یوشمېر یې په هماغه برخه کې لازم تحصیلات هم نه لري ګومارل کیږي.»

له کاره د اېستلو شویو دولتي کارمندانو له ډلې یو هم د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی کارکوونکی فخرالدین دی چې اوس وزګار ګرځي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «په تېر یو کال کې موږ بې کاره شوو او زما په څېر زرهاوو نور ځوانان بې کاره شول، هغه ځوانان چې د کورنۍ له پاره یواځیني روزي ګټونکي ول.»

د افغانستان د کارګرانو اتحادیې مشر عبدالمعروف قادري وویل، سره له دې چې د دغو ادارو د لغوه کېدو له امله د وزګارشویو کارمندانو کره شمېرې نشته خو په آټکلیز ډول ویلی شي چې په تېر ۴ میاشتو کې ۱ میلیونه ځوانان وزګار شوي او ډېرو یې په قاچاقي لارو د کډوالۍ لاره غوره کړې: «او دغه راز، د هغو شمېرو پربنسټ چې د کار نړېوال سازمان خپرې کړي، د روان میلادي کال تر اخره به شاوخوا ۹۰۰ زره کسان خپل کار له لاسه ورکړي چې دا واقعا اندېښمونکې ده.»

د قادري په خبره په وروستیو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې د وزګارتیا کچه په بې ساري توګه لوړه شوې چې له امله یې پر شاقه کارونو د اخته ماشومانو شمېر هم ډېر شوی دی.