د لتوانيا اکثريت وگړي نه غواړي چي روسي دوهمه رسمي ژبه سي
۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبهاعلان
د بالتيک هيواد لتوانيا د ولسپوښتني لومړنۍ پايلي ښيي چي اکثريت وگړو د هغه پرضد رايي ورکړي دي چي روسي دي د دغه هيواد دوهمه رسمي ژبه سي. ددغه هيواد د ټاکنو د کمېسيون په وينا تر اوسه په شمېرل سوو رايو کي تقريباً ۷۵ فيصد رايه اچوونکو د روسي ژبي وگړو د غوښتني پر ضد رايي کارولي دي.
د لتوانيا هيواد چي اوس د اروپايي ټولني غړی دئ او پخوا د شوروي يو جمهوريت وو له ۲۳ لکو اوسېدونکو څخه درېمه برخه ئې په خټه روسان دي. د لتوانيايانو قومي اکثريت په دې اند دئ چي تر ۱۹۹۱مېلادي کال پوري پر دوی د شوروي حاکميت د زور او جبر له لاري وو.