د قيصاري ضد عملياتو کي ۸ کسان وژل سوي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبهد سيميزي شورا غړي ذبيح الله کاکړ د دوشنبې په سهار (د ۲۰۱۹ کال د دسامبر په ۱۶مه) د آلمان خبري آژانس ته وويل چي د قيصاري د نيولو عمليات ناکامه سوي او دغه وسله وال کس په تېښته بريالی سوی دی. کاکړ ويلي دي چي په دغو عملياتو کي چي تر تېري شپې يې ادامه ولرله و نظام الدين قيصار ته وفادار ۸ کسان وژل سوي دي.
حکومت پلوه نظام الدين قيصاري د ځمکو په غصب، د ولسي کسانو پر ضد د زور په استعمال او په غيرقانوني توګه د وسله والو کسانو د ساتلو په جرمونو تورن دی.
په پام کي نيول سوې وه چي قيصاري د ماښام په اوه نيمي بجې ځان امنيتي ځواکونو ته وسپاري. خو د افغان چارواکو په وينا د دې پر ځای چي قيصاري ځان تسليم کړي د هغه وسله والو په مزار شريف کي پر پوليسو ډزي پېل کړې.
د قيصاري د نيولو په عملياتو کي د افغانستان د ځانګړو قواوو په شمول يو شمېر امنيتي ځواکونه ښکېل ول.
د ځايي شورا د غړي کاکړ په وينا د قيصاري وسله والو د قيصاري د کور له ودانۍ څخه راکټونه فاير کړل کله چي د دولت څرخي الوتکه پر کور ګرځېدله. د هغه په وينا په نتيجه کي افغان قواوو د يکشنبې په ماسپښين بمباري وکړه.
د بلخ ولايت د پوليسو وياند عادل شاه عادل د دې پخلی کړی دی چي دغه تصفيوي عمليات د شپه په نيمايي کي پای ته رسېدلي دي. دغه وياند ويلي چي د قيصاري د تلاښ هڅي رواني دي. خو هغه د مرګ ژوبلي په تړاو او يا د نيول سوو کسانو د شمېر په تړاو معلومات نه دي ورکړي.
قيصاري تېر کال نيول سوی ؤ. دا د هغه وروسته چي د افغان امنيتي ځواکونو سره په يوه امنيتي غونډه کي يې ګواښ کړی ؤ چي برخه وال به ووژني. د قيصاري نيونه د افغانستان په شمالي ولايت فارياب کي د لاريونونو لامل سوه. د چارواکو په وينا قيصاري د ځانګړو شرايطو پر اساس بېرته خوشي کړل سو.
dpa/awa/bs