1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قوشتپې کانال لومړی فاز بشپړ او د دویم فاز چارې یې پیل شوې

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان په شمال کې له امو سیند سره د وصلیدونکي قوش تېپې کانال لومړی فاز له بشپړیدو وروسته پرانستل شو او د دې پروژې د دویم فاز چارې پیل شوې. د قوش تېپې کانال د افغانستان لپاره څومره ارزښت لري؟

https://p.dw.com/p/4XPKo
Afghanistan Balkh | Qosh Tepa Canal
انځور: Akbar Jahid

د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال چې د اوبو په برخه کې یوه مهه پروژه بلل کیږي، لومړی فاز یې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه تر دولت اباد ولسوالۍ پورې د ۱۰۸ کیلو مترو په اوږدوالي بشپړ او پرانستل شو.

د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د طالبانو ادارې لوړپوړو چارو او وزیرانو هم پکې ګډون کړی و.
اړوند مطلب: د اوبو او برېښنا وزارت: د اوبو د۲۸ بندونو چارې پیلوو

د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې قوش تېپې کانال پروژه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له مالي او تخنیکي مرستې پرته د افغانستان له ملي بودجې تطبیقيږي او دا چې تخنیکي چارې یې هم د افغانانو پرغاړه دي. په وينا يې د طالبانو اداره غواړي چې د افغانستان اوبه مدیریت کړي.

نوموړي زیاته کړه: « اسلامي امارت هوډ لري، چې د هېواد زراعت او د اوبو مدیریت ته ځانګړي پاملرنه وکړي او دا دی په عملي ډګر کې یې ښه بېلګه د قوش تېپې کانال وینو.»

د طالبانو ادارې د مسؤلینو په وینا، د قوش تېپې کانال درې برخې لري، چې د دویم فاز چارې نن پیل شوې او د ۷۵ کیلو مترو په اوږدوالي به بشپړ شي.

Afghanistan Balkh | Qosh Tepa Canal
انځور: Akbar Jahid

د طالبانو ادارې د ماليې وزارت پر رسمي ویب پاڼه د قوش تېپې کانال د لګښت په تړاو لیکلي: « د دغي سترې او ملي پروژې ټول مالي لګښت د خپل کور افغانستان له ملي بودیجې ورکول کيږي، چي ۸.۲ میلیارده افغانۍ کیږي.»

د قوش تېپې کانال په اړه د ګاوندډیو هېوادونو اندیښنې

د قوش تېپې کانال جوړیدل د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو انديښنېراپارولي. څو اونۍ وړاندې د  ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف  د ارال جهيل د ژغورنې صندوق د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې اندیښنه څرګنده کړه، چې د قوش تېپې کانال جوړول به په منځنۍ اسیا اغېز وکړي:«دا کانال به د منځنۍ اسیا د اوبو رژیم او انډول بدل کړي.»

د رسنیو د رپوټونو له مخې  میرضیاف ویلي، چې د دې کانال په جوړولو  کې د افغانانو فعال کار او د هغې بشپړیدل به په منځنۍ اسیا کې د اوبو سیستم او تعادل بدل کړي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

خو د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست شیرمحمد عباس ستانکزي د ازبکستان ولسمشر څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، چې دوی د قوش تېپې کانال پروژې په اړه د ګاونډیو هېوادونو اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره له هغوی سره د ډیپلوماټیکو لارو خبرو اترې ته چمتو دي.

عباس ستانکزی دغه راز وویل، چې د طالبانو اداره د افغانستان ټولې اوبه مدیریت کوي او د ده په وینا په اوبو د افغانانو له مړښت وروسته به اضافي اوبه د ښه ګاونډیتوب له مخې ګاونډیو هېوادونو ته د « سخاوت» په توګه ورکوي.

د قوش تېپې کانال پروژه په لومړي ځل کله پیل شو؟

د پخواني حکومت پرمهال د اوبو د تنظیم ملي ادارې معین احمد رشاد حکیم دویچه ویله ته وویل، د قوش تېپې کانال لومړنۍ تخنیکي چارې د داودخان له واکمنۍ وروسته د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت په وروستیو کې پیل شوې.

اړوند مطلب: د فراه د بخش آباد بند د جوړيدو قرارداد لاسليک شو

حکیم وویل: « د داودخان د د واکمنۍ پرمهال د ۱۳۵۲ او ۵۷ کلونو ترمنځ قوش تېپې کانال پېشنهادي پروژه وه او هغه وخت د دې طرحه د مېز سر ته راغلي وه او انجینرانو پرې کار کړی و. بیا ځلې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ په دې پروژه بیا کار پیل شو، د دې پروژې په ډیزاین باندې او نورو مطالعاتو باندې کوم اسناد چې ورته په کار وو، کار شروع شو او ترډېره په دې باندې کار وشو.»

نوموړی وایي، د پخواني جمهوري نظام سقوط د دې لامل شو، چې هغه وخت د دې پروژې د عملي کولو چارې پیل نه شوې.

دا پروژه په تخنیکي لحاظ څومره معیاري ده؟

حکیم زياتوي، دا یوه اغېزناکه پروژه ده، چې د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو ترڅنګ د برښنا د تولید ظرفیت به ولري او د فاریاب په څلورو ولسوالیو کې به د وچکالۍ سره مبارزه وکړي.

Afghanistan Balkh | Qosh Tepa Canal
انځور: Akbar Jahid

نوموړی د دې پروژې نیمګړتیاو ته هم ګوته نیسي او وایي چې د طالبانو ادارې د دې پروژې د تطبیق مسیر ته بدلون ورکړی او دغه راز تخنیکي برخه کې یو لړ ستونزې لري.

هغه په دې تړاو زیاتوي:« په تخنیکي لحاظ د دې پروژې یو افشن دا و، چې دا باید د کندز له قلعه ذال ولسوالۍ څخه پیل شوې وای، چې هغه وخت یې بیا تر ټولو ډېره ساحه تر پوښښ لاندې راوستله. د تخنیکي مطالعاتو د ډیزاین له اړخه څه نیمګړتیاوې شته، چې پخوا هم په دې اړه خبرې روانې وې، چې دا پروژه تکمیل شي ایا په دوامداره توګه به تامین شي او که نه. یا د ساتنې په برخه بحثونه روان وو، هغې ته زیات پام ونه شو او پروژه د تطبیق طرف لږ ژر لاړه.»

د طالبانو ادارې د مسؤلینو په وینا، د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی،  ۱۵۲ متره پلنوالی او ۸.۵ مټره ژوروالی لري. دغه کانال چې د آمو سیند اوبه افغانستان ته راګرځوي، د کرنې په برخه کې به دښتې او ډېرې شاړې ځمکې ابادې کړي.