1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قزاقستان د اټومي انرژۍ فابریکې د جوړولو طرحه تائيد سوه

۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبه

د قزاقستان د لومړۍ اټومي انرژۍ د فابریکې په هکله ټولپوښتنه کي ډېرو رایه ورکوونکو دغه طرحه تائيد کړه. روسیه، چین، فرانسه او جنوبي کوریا هڅه کوي چي د دغې فابریکې د جوړولو کار پرغاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/4lVKh
Kasachstan | Präsidentschaftswahl | Kassym-Schomart Tokajew
انځور: Kazakhstan presidential press service/Xinhua/IMAGO

هغه طرحه چي د قزاقستان حکومت د دغه هیواد د لومړنۍ اټومي انرژۍ د فابریکې جوړولو په هکله ټولپوښتني ته وړاندي کړې وه، د رایه ورکوونکو له خوا تائيد سوه.

قزاقستان له دې کبله دغه موضوع ټولپوښتنې ته وړاندي کړه چي د پخواني شوروي اتحاد د اټومي آزموینو د وړانگو د خپرولو په پام کي نیولو سره، په دغه هیواد کي په دې برخه کي مخالفتونه ډیر دي.

د مرکزي آسیا دغه هیواد په نړۍ کي د یورانیمو ستر تولیدونکی دی او د تیلو لویې زیرمي هم لري، خو تل د بریښنا له کمښت سره مخامخ دی.

د قزاقستان د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چي د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه کي ۶۳،۶۶ سلنه خلکو چي د رایه ورکولو شرایط یې پوره وه، گډون کړی وو او په مجموع کي ۷۱،۱۲ سلنه گډون کوونکو نوموړي طرحې ته مثبته رایه ورکړه.

روسیه، چین، فرانسه او جنوبي کوریا هڅه کوي چي د دغې فابریکې د جوړولو کار چي په پام کي ده د «بلقاش» په سواحلو کي جوړه سي، پر غاړه واخلي.

د قزاقستان ولسمشر دغه فابریکه د «نوموړي هیواد تر خپلواکۍ وروسته د قزاقستان په تاریخ کي یوه تر ټولو ستره پروژه» بللې ده.

قاسم جومارت توکایوف، ویلي دي چي غوره گڼي چي د دغې فابریکې د جوړولو کار«په پرمختللي ټکنالوژۍ مجهز، د نړۍ د شرکتونو څخه جوړ سوي یوه نړیوال کنسرسیوم» له خوا پرمخ ولاړ سي.

سربیره پردې د دغه هیواد خصوصي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د دغې طرحې په لسونو مخالفین تر ټولپوښتنې دمخه تیرو اونیو کي ونیول سول.

په قزاقستان کي د اټومي انرژۍ موضوع له دې کبله حساسه ده چي پخواني شوروي اتحاد د ۱۹۴۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ په دغه سیمه کي د ۴۵۰ اټومي آزموینو په کولو سره، یو نیم میلیون انسانان د اټومي وړانگو له خطر سره مخامخ کړل.

په پام کي ده چي دغه فابریکه به د بلقاش په سواحلو کي چې د منځنۍ اسیا دویم لوی جهيل دی، د اولکان نیمه پریښودل سوي کلي ته نیژدې جوړه سي.

په ټولپوښتنه کي د گډون د کچې د زیاتیدو له پاره رایه ورکوونکو حتی اجازه درلوده پرته له نوم ثبتولو څخه هم په هغې کي گډون وکړي. عمومي نقلیه وسیلو هم د ټولپوښتني په ورځ په لویو ښارونو کي خلک وړیا انتقالول.

توکایوف، له دغې رایه اچونې مخکی وویل: «ټولپوښتنه په خپل ذات کي پر هغو سترو بدلونونو یوه بله شاهدي ورکوي چي په تیرو پنځو کلونو کي په قزاقستان کي رامنځته سوي دي، دا د داسي یوه دولت ښکاره نښه ده چي د خلکو ږغ ته غوږ نیسي.»

GP/NZ/AG