د قرغيزستان او تاجيکستان په سرحدي نښتو کې ۷۱ تنه وژل شوي
۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبهکه څه هم اوربند د دواړو لورو ترمنځ د دوهمې ورځې له پاره ادامه لري خو په دې منځ کې د يو شمیر ډزو ادعاوې هم شوي دي.
قرغیزستان او تاجیکستان د سپتمبر له ۱۴ تر ۱۶ مې د ېوې سرحدي شخړې پر سر په خپلو کې ونښتل. دواړه لوري پر يو بل تور لګوي چې پر پوستو او نژدې هستوګنځایونو باندې د برېدونو له پاره ېې له ټانکونو، توپخانې، هاوانونو او تهاجمي ډرون الوتکو څخه استفاده کړې ده.
قرغيزستان د يکشبنې په ورځ وويل چې د جګړې له ابتدا تر اوسه ۳۶ کسان وژل شوي او د جګړې له سېمې څخه ېې شاوخوا ۱۳۷ زره خلک ايستلي دي.
تاجيکستان هم د يکشنبې په ورځ وويل چې د دوی له لوري ۳۵ کسان وژل شوي دي خو په يو لوړ شمیر کې د خلکو د تخلېې په اړه ېې څه نه دي ويلي.
دواړه خواوو د سپتمبر په ۱۶مه پر یو اوربند سلا شول. تر هغه وروسته که څه هم د ګڼو ډزو ادعاوې شوي، خو په ټوله کې اوربند نافذ دی.
په منځنۍ آسیا کې واقع تاجیکستان او قرغيزستان د پخواني شوروي اتحاد غړي هیوادونه دي او د دوی ترمنځ سرحدې مسايل د پخواني شوروي اتحاد له وخته سرچېنه اخلي.