د قرغزستان په جنوب کي بشري ناورين نور هم زور اخستی
۱۳۸۹ خرداد ۲۵, سهشنبهد ملګرو ملتونو د کتونکو په وينا داسي انګېرل کيږي چي، په تېرو څلورو ورځوکي په سلګونو انسانان د قرغزستان په سرحدي ښارونو اوش او جلال آباد کي، چي ددغه هېواد په سويل لويديځ کي پراته دي، د تاوتريخوالي قرني ګرځېدلي دي.
په دغه سيمه کې له هغه وخت راهيسي چي شورويانو د فرغانې په دره کي پولي رامنځته کړي دي، ازبکان يو ستر اقليت تشکيلوي. وضع د جنګ حالت ته ورته ده. دغه څرګندونې د بشر د حقوقو قرغزۍ فعاله، سايره نظروفه په اوش کي له دويچه ويله سره په يوه مرکه کړي.
د مختلفو راپورونو له مخه په دغو نښتو کي د 140 څخه زيات انسانان وژل سوي دي. د نورو سرچينو له مخه حتی 700 تنه مړه سوي دي. قرغزيان له ازبکانو څخه وېره لري او ازبکان له قرزيانو نه ډاريږي. دغه خبره د بشر د حقوقو ازبک توکمه فعال عبدالملک شريپوف کړې.
ويل کيږي چې تر 90000 زيات انسانان ازبکستان ته تښتېدلي دي. د ازبکستان د حکومت مرستيال مشر لويديځ خبري اژانسونو ته ويلي دي چي ازبکستان به پوله وتړي، ځکه چي نور کډوال نه سي زغملای.
آلمانی خبريال بېرنهارد روست وايي چې د ناورين علت د ولسمشر باکيېف راپرځېدل وو. نوموړی خبريال په قرغزستان کې ژوند او کار کوي.
Bushuev, Michail/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل