د فیلانو نسل له منځه تلو څخه مخنیوې
په دې وروستیو لسیزو کې په نړیواله کچه د فیلانو شمیر ۶۰ سلنه کم شوي دی چې دلیل یې د فیلانو د څړځایونو له منځه تلل او ښکار ښودل شوی. هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ افریقایې فیلان د دوی د غوښې او غاښونو له پاره وژل کیږي.
د فیلانو نسل د نابودۍ له گواښ سره مخ دی
یوه پیړۍ مخکې په افریقا کې لس میلیونه فیلان موجود ول، خو اوس یوازې د ۴۵۰ زره څخه تر ۷۰۰ زرو پورې فیلان د افریقا په ځنگلونو او له ۳۵ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې د اسیا په ځنگلونو کې موجود دي. د دغه ژوي نسل په دې وروستیو لسیزو کې ۶۲ سلنه کم شوی دی. د چاپيریال ساتنۍ ملاتړ کونکي ویره لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې ممکن د دوی یو شمیر نسلونه په بشپړ ډول له منځه ولاړ سي.
د غاښ له پاره د فیلانو وژنه
په افریقا کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ فیلان د دوی د عاج یا غواښ له امله وژل کیږي. د دغو فیلانو غاښونه اکثره په آسیایې بازارونو کې پلورل کیږي. په وروستیو ۵ کلونو کې د عاج له پاره تقاضا ډیره شوی ده. د جولای په میاشت کې د سویس د زوریخ په هوایې ډگر کې له چنایې مسافرو څخه ۲۶۲ کیلوگرامه د فیلانو غاښونه ونیول شول.
د فیلانو د غاښونو قاچاق له لارې د ترهگرو ډلو تمویل
د اټکلونو له مخې د عاج قاچاق د غیرقانوني تجارت په برخه دریم مقام لري. تر انساني قاچاق او نشه یې توکو وروسته د فیلانو د غاښونو تجارت د غیرقانوني سوداگرۍ په برخه کې دریم ځای لري. په افریقا کې د الشباب ترورستي ډله، د خدای د مقاومت لښکر او بوکو حرام ډلې د عاج د تجارت له درکه وسلې رانیسي. یو پاونډ د فیل غاښ د چین په تور بازار کې نږدې ۹۰۰ ایرو ارزښت لري.
د طبیعت له پاره د فیلانو د ارزښت زده کړه
د فیلانو د غاښونو تجارت د منع کیدو سربیره ډیر شمیر فیلان وژل کیږي. د چاپيریال ساتنۍ او حیواناتو ملاتړ کونکي سازمانونه وایې چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول ډیر مهم دي. د دوی په په خبره دا ځکه چې فیلان د افریقا د ایکو سیستم له پاره حیاتي ارزښت لري.
د فیلانو د ژوند چاپیریال له منځه وړل
سربیره پر دې چې فیلان ښکار کیږي د دوی د ژوند کولو ساحه (څړځایونه) هم په پرله پسې ډول د لمنځه تلو له خطر سره مخامخ ده. د نوې پیړۍ تر پیل وروسته د افریقا ټولنه یا نفوس هم څلور برابره ډیر شوی دی. دا په دې معنی چې د فیلانو د ژوند ساحه تنگه شوې ده. ځنگلونه پرې کیږي او د حیواناتو د ژوند ساحه په زراعتي مځکو او کورونو بدلیږي.
د هیلو څرک؟
تیر کال د جولای میاشتې په پای کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې په امریکا کې به د فیلانو د غاښونو تجارت لویه برخه منع او په دې برخه کې به جدي محدودیتونه ولگوي. امریکا متحده ایالات تر چین وروسته د عاج له پاره تر ټولو لوې بازار دی. چین هم ژمنه کړی ده چې د فیلانو د غاښونو سوداگرۍ له پاره به په بازارونو کې یوه جدي قاعده وضع کړي.