د فشار په عوض خبري اتري او ډيالوګ
۱۳۸۸ مهر ۱۰, جمعهاو کيدای شي په راتلونکي کي دلاپسي ګټورو خبرو دپاره لاره هواره اويو ديپلوماتيک حل پيدا سي .
تريوه کال ځنډ وروسته په ژنيوکي دايران داټومي پروګرام د شخړي پر سرخبرو ته ډيره اميدواري موجوده نه وه . که څه هم داپلا دلمړي ځل دپاره دامريکې د متحدو ايالتونو استازي هم په دغه خبرو کي سمه ونډه درلوده .
له بله پلوه ددغه خبرو تر شروع کيدو دمخه داسي يوه فضا رامنځ ته شوې وه چي اعصاب پارونکې ښکاريدله . ځکه چي ايران اعلان کړی ؤ، چي دوی ديورانيومود پخولويوه دوهمه دستګاه هم لري . او تر څنګ يي ايرانيانو دمنځني واټن ويشتونکو د توغنديو آزموينه هم وکړه . ددې دمخه دولسمشرۍ دانتخاباتو له کبله په ايران کي دننه داسي لانجې رامنځ ته شوي وې ، چي دتهران دچارواکو سره دامريکې دمتحده ايالتو دولسمشر بارک اوباما د رغونکو خبرو امکانات يې ډير محدودکړي وه .
خو په ژنيوکي دچارشنبې دورځي دخبرو څخه داسي څرګنديږي چي سړی بايد دايران سره د رغونکو خبرو اترو په برخه کي ډير بدبينه نه وي .
داسي پلان شوې چي داکتوبر په پای کي به دغه خبرو ته دوام ورکول شي ، او ترهغه مودې پوري بايد يو لړ مثبت ګامونه واخيستل شي . مثلاً دنړيوالي اټومي انرژي د ادارې د څارونکو له خوا دي په ايران کي ديورانيومو دپخولو نوې دستګاه وڅارل شي . يا په ايران کي پاخه شوي يورانيوم به روسيي ته وليږل شي .
که دا ټکي اجرأ شي، نو ټول هغه درواغ به رسوا شي چې په تيرو ورځو کي يې د ايران په مقابل کي د چلند دسختولو غوښتنه کول، او د نورو تعزيرونو ږغ يې کاوه . دا په اول قدم کي اروپاييان وه . روسانو او چينايانو ځان شاته ايستلي ؤ، يا يې ردوله ، او جمهوررييس اوباما بيا هم ډاډ ورکاوه چې په هر صورت به دﺉ همدا د اوس لپاره لا د خپل وړانديز څخه پر شا ړولاړ نسي . ده د ژنيوتر خبرو وروسته پر دې خبره باندي بيا ټينګار وکړ . خودﺉ ددې انتظار هم لري چه تهران واقعأ همکاري وکړي .
داسي ښکاريږي چې تهران هم مصمم وي . اولااقل د اوس لپاره . ځکه داهم رښتيا ده چې تير وخت په وار وار ښودلې ده چې تهران هغه وخت انعطاف کوي، کله چې د اولتيماتيوم ټاکلی وخت رانژدې کيږي .
پيتر فليپ/ فضلي- حسرت نظيمي
کتونکي : محمد قاسم نوري