د قاچاق وړونکو د ناسمو ژمنو په اړه خبرداری
۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سهشنبهلجري د فرانسي خبري آژانس ته ته ویلي دي چي اروپا ته سفر پر خلکو باندي لکه جنت ته د تگ په ډول خرڅیږي خو هغوی یا په مدیترانه کي ډوبیږي او یا داسي اروپا ته رسیږي چي د دوی د توقعاتو برخلاف حالت لري. هغه زیاته کړې ده چې دا په اصطلاح هغه جنت نه دی لکه څنگه چي قاچاقبرانو ترسیم کړی
پردې سربیره اروپايي ټولنه د کډوالو د بیرته لیږلو جدي سیاست پرمخ بیايي. په دې ترتیب د ډیر شمیر کډوالو ذخیره سوې پیسې او هر څه قرباني کیږي ځکه چي قاچاقبرانو ته یې باید ورکړي.
د لجري په خبره تر دې دومره تکلیفونو او سفرونو وروسته یوه الوتکه هغوی بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته انتقالوي او اخراجیږي.
لجري د مهاجرينو د دغه اوږده سفر په جریان کي په مدیترانه کي د ډیرو مهاجرو ډوبیدو او وژل کیدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چي لکه څنگه چی د مهاجرينو نړیوال سازمان یا IOM محاسبه کړې، هلته یوازي په ۲۰۱۶ م کال تر ۵۱۰۰ اضافه انسانان وژل سوي دي.
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په ۲۰۱۷ م کال کي تر تیر کال اضافه انسانان ایټالیا ته رسیدلي دي. خو د هغوی زیادتره له لویدیځې افریقا څخه د اقتصادي دلایلو له کبله راتښتیدلي دي.