1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پخوانی صدراعظم په ۵ کاله بند محکوم سو

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

د فرانسې د جزأ محکمې د دغه هیواد پخوانی صدراعظم، فرانسوا فیون د خپلي کورنۍ غړو ته د«ساختګي شغل د جوړولو» په تور په ۵ کاله بند او نقدي جریمې محکوم کړ. هغه ددغه جعلي شغل په خاطر کلونه کلونه دولتي معاش ترلاسه کاوه.

https://p.dw.com/p/3eda6
Frankreich Francois Fillon mit Ehefrau Penelope Fillon
انځور: Getty Images/B. Guay

د فرانسې د جمهوري غوښتونکو د حزب دغه ښئ اړخي سیاستمدار، چي ځان یې یووار جمهوري ریاست ته هم کاندید کړی ؤ، تیره دوشنبه (دجون میاشتي ۲۹ مه) په پاریس کي د جزأ د محکمې لخوا په ۵ کاله بند سو. پرهغه باندي تور لګیدلی دی، چي د خپلي ښځی لپاره یې ساختګي شغل رامنځته کړی  وو او د هغې لاري یې دولتي معاش تر لاس کاوه.

محکمې اوس د فیون لپاره دوه کاله قطعي او درې کاله تعلیقي بند تعین کړ. دی باید ۳۷۵۰۰۰ یورو نقدي جریمه هم ورکړي. سربیره پردې هغه د ۱۰ کلو دپاره د هرډول دولتي دندې د اخیستلو څخه محروم سو.

فیون د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ م کال پوري د جمهورریس نیکولا سرکوزي د رياست جمهورۍ پر مهال د فرانسې صدراعظم ؤ. هغه نه یوازي د خپلي ماندینې، بلکه د خپل ځای ناستي، مارک ژولود لپاره هم د فرانسې په پارلمان کي کار پیدا کړی ؤ. د پاریس د جزأ د محکمې د قاضیانو په خبره د دغو «شرم اوره» اعمالو په دلیل د ژولود پر ضد هم د تعلیقي بند حکم صادر سوی دی.

قاضیانو همدارنګه ویلي دي، چي د فیون د ښځي، پنه لوپه فیون کار د هغې د معاش متناسب نه ؤ. هغې اکثرأ یوازي خطونه لیږله او د پارلمان د اسیستانتي په حیث یې معاش تر لاسه کاوه. خو دوی دواړو په تکرار سره دغه تورونه رد کړي دي. د محکمې ددغه حکم تر اعلان وروسته، فیون اعلان کړی دی، چي ددې حکم پرضد به د استیناف غوښتنه وکړي.

د فامیل لپاره د ساختګي شغل ایجادول د ۲۰۱۷ م کال د جمهوري ریاست تر انتخاباتو لږ دمخه افشأ سو. فیون چي اوس ۶۶ کلن دی، پر خپلي ماندینې سربیره خپلو اولادونو ته هم په پارلمان کي د کار زمینه مساعده کړې وه.

ددغي موضوع افشأ کیدل په فرانسه کي «سیاسي زلزله» رامنځته او ټوله فرانسه یې سره ولړزوله. دغه تور بلاخره په انتخاباتو کي د هغه د ناکامۍ سبب هم سو. دا هم پداسي حال کي ده، چي فیون د انتخباتي مبارزې پر مهال په ولس کي ډیر محبوبیت په لاس راوړی ؤ. برعکس د د ه ناکامي ایمانوييل ماکرون ته په انتخاباتو کی د کامیابه کیدو زمینه برابره کړه او دجمهوري ریاست مقام ته یې ورساوه.

زموږ له آرشيف څخه: