1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

د فرانسې پارلماني ټاکنې: مکرون اکثريت له لاسه ورکړی

۱۴۰۱ خرداد ۳۰, دوشنبه

د فرانسې د ولسمشر منځلاري ائتلاف د پارلماني ټاکنو په دويم پړاو کې اکثريت له لاسه ورکړی دی. په دې توګه به د دولت دا مشر تر دې وروسته د خپلو پروګرامونو د عملي کولو له پاره د نورو ګوندونو مرستې ته اړ وي.

https://p.dw.com/p/4Cvo4
Frankreich | Parlamentswahlen 2022 | Emmanuel Macron
انځور: Michel Spingler/AP Photo/picture alliance

د ټاکنو د لومړيو نتايجو پر اساس د ايمانويل مکرون منځلاری ائتلاف د پارلمان د ستر ګوند په توګه راڅرګنده شوی دی، خو سره له دې هم د مطلق اکثريت په ترلاسه کولو کې پاته راغلی دی.

د کورنيو چارو وزارت د هغو شميرو په حواله چې د دوشنبې ورځې په سهار یې خپري کړي دي، ويل شوي چې د فرانسې د پارلمانی ټاکنو په دويم پړاو کې چې د جون پر ۱۹مه نېټه ترسره شول، د مکرون منځلاري ائتلاف د پارلمان له ۵۷۷ څوکيو څخه ۲۴۵ ګټلي دي. د مطلق اکثريت له پاره نوموړي ۲۸۹ څوکيو ته اړتيا درلودله.

د فرانسې په راتلونکي په پارلمان کې به د نوي کيڼ اړخ مشري سوساليست ژان لوک ملانشون کوي چې ۱۳۱ څوکۍ یې ګټلي دي او په دې توګه د اپوزيسيون مرکزي ځواک دی. ملانشون د ټاکنو پايلې د ولسمشر مکرون له پاره «په ټاکنو کې د ماتې په توګه» يادې کړې او هرکلی یې ترې وکړ.

د واک شريکول که د واک فلج کیدل؟

د ټاکنو نتایج به ښايي د نوي ټاکل شوي ولسمشر د حکومت د دويمې دورې اجندا له مشکلاتو سره مخ کړي. د اقتصادي اصلاحاتو د عملي کولو د مکرون وړتيا به په دې پورې اړه ولري چې هغه د خپلو قوانينو د اجندا له پاره د نورو معتدلو سياستوالو د راضي کولو څومره وړتيا لري.

Frankreich | Parlamentswahlen 2022 | NUPES feiern das Ergebnis
د کيڼ اړخه ګوند پلويان خپله بريا لمانځيانځور: Michel Euler/AP Photo/picture alliance

يو ستر پارلمان به د سياسي ناډاډمنتيا يوې دورې ته داخل شي او ښايي دا څه د دغه هيواد سياست فلج کړي او حتی نويو ټاکنو ته لاره هواره کړي.

په اپريل مياشت کې مکرون خپل ښی اړخه کانديدې ماري لوپېن ته ماته ورکړه او په دې توګه تر جېک شيراک وروسته د فرانسې لومړی ولسمشر شو چې د دويم پړاو ټاکنې یې ګټلي وي.

ښی اړخو پرمختګ کړی

د لومړيو نتايجو پر اساس د ماري لوپېن نيشنل ريلي ګوند چې په مخکني پارلمان کې یې یوازې ۸ څوکۍ لرلې، د ۸۹ څوکيو په ګټلو سره په څو لسیزو کې خپل تر ټولو ستر بري ته رسيدلی دی او په دې توګه د پارلمان په دريم ستر ځواک بدل شوی دی.

محافظه پال جمهوري غوښتونکي ګوند بيا ۶۱ څوکۍ ګټلي دي.

مکرون به د يوه داسې هېواد مشري وکړي چې په بشپړه توګه ويشل شوی دی او چېرې چې د عوام پاله ښی او کيڼ اړخه ګوندونو پلويان پر نورو سربیره د ژوند د اړينو توکو د بيو د لوړيدو له کبله ډېر شوي دي.

د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې: مکرون بيا ولسمشر شو

د ملانشون کيڼ اړخه ائتلاف پر نورو سربيره د اړينو توکو د بيو کنګل کولو يا ثابت ساتلو او د تقاعد د عمر د راکمولو له پاره کمپاين کړی وو.

د ټاکنو «پر نااميده کوونکو نتایجو» خواشيني

د بودجې وزير ګابريل اتال «تی اف ۱» کانال ته وويل چې د ټاکنو نتايج «زموږ له هيلو ډېر لیرې دي». د عدلیې وزير ايرک دوپوند موریتي بيا د «بي اف ام» تلویزيون ته وويل: «موږ لومړی مقام خپل کړی خو دا داسې لومړی مقام دی چې موږ یې ظاهراً نااميده کړي يوو.»

لومړۍ وزیرې اليزابت بورن چې د فرانسې په لوېدیځ کې یې يوه څوکۍ ګټلې ده، وويل چې حکومت به یې سر له دوشنبې ورځې څخه د بالقوه شريکانو لټه وکړي څو په خپل څنګ کې پر اکثريت تکيه وکولی شي.

د مالیې وزير برونو لی ماير د فرانس دوه تلویزيون ته وويل چې د ټاکنو نتايج «يو ديموکراتيک ټکان» وو خو ویې ويل چې دا ويره بې اساسه ده چې هېواد به له کنتروله ووځي.

هغه وويل چې د مکرون جناح اوس هم په پارلمان کې تر ټولو ډېر غړي لري او زياته یې کړه چې له هغو سياسي سيالانو سره اړيکي ټینګول مهم دی چې د مکرون له نظریو ملاتړ کوي.

د ښی اړخه ګوند مشر ماري لوپېن په دې منځ کې ويلي چې د ټاکنو نتايج یې د ګوند له پاره پیاوړي کوونکي دي. نوموړې زياته کړې: «خلکو خپله پريکړه کړې ده او د نيشنل ريلي ګوند يوه قوي ډله یې ملي پارلمان ته ليږدولې ده.» هغې وويل چې هدف یې د مکرون د اجندا مخه نيول دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)