1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې ټاکنې: د مکرون او لوپن ترمنځ اوږه په اوږه سیالي

۱۴۰۱ فروردین ۲۱, یکشنبه

د شنبې په ورځ د فرانسې د سمندر پورې غاړې ټاپوګانو کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې وې. پخپله فرانسه کې نن د یکشنبې په ورځ ټاکنې پيل شوې او تمه کیږي چې ټاکنې به دویم پړاو ته وغځیږي.

https://p.dw.com/p/49ixM
Französische Präsidentschaftswahl | Wahllokal im französischen Konsulat in Mumbai
انځور: Indranil Mukherjee/AFP/Getty Images

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هیله لري چې د یوې بلې دورې له پاره هم پر دې چوکۍ باقي پاتې شي، خو نظر پوښتنې له مکرون سره د ښي اړخو د نوماندې مارین لوپن د اوږه په اوږه رقابت کیسه کوي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د شنبې په ورځ د فرانسې د سمندر پورې غاړې سیمو کې د رای اچونې لومړنۍ حوزې په رسمي ډول پرانیستل شوې.

د آرام سمندر، کاريبين سمندر، د شمالي امریکا اوبه او د موزمبق کانال ټاپوګان د فرانسې د سمندر پورې غاړې خاورې پورې اړه لري.

د نظر سنجیو په اساس امانویل مکرون له خپلې سیالې مارین لوپن څخه په ډیر لږ واټن مخکې دی. د فبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې له برید سره د لوپن او مکرون ترمنځ فاصله زیاته شوه، خو دغه اختلاف بیا د تازه نظرسنجیو په اساس تر یوه سلنې ډیر نه و.

دویم پړاو ته د ټاکنو غځیدل

د نظر پوښتنو په اساس امانویل مکرون ۲۶ سلنه او مارین لوپن ۲۵ سلنه رایې لري. د «نه تسلیمدونکې فرانسه» په نوم ګوند نوماند، ژان لوک ملانشون، تر ۱۷ سلنه لږ اضافه رایو سره په دریم مقام کې ځای نیولی دی.

د فرانسې د جمهوري ریاست ټاکنو د قوانینو په اساس که هیڅ کوم نوماند ونه توانیږي تر ۵۰ سلنه ډیرې رایي ترلاسه کړي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

له همدې امله سر له همدا اوس نه روښانه ده چې د فرانسې د ۲۰۲۲ م کال ټاکنې به لکه د تیرو لسیزو د ټولو نورو انتخاباتو په څیر دویم پړاو ته وغځیږي.

په تیره انتخاباتي دوره کې هم مکرون او لوپن دواړو دویم دور ته لاره موندلې وه، خو په هغه وخت کې په لومړي پړاو کې هم د اوسني ولسمشر رایې د خپلې سیالې په پرتله په مراتبو ډیرې وې. 

د اوکراین جګړه، په اروپايي اتحادیه او نړۍ کې د فرانسې رول، مهاجرت، بی روزګاري، د پيسو پړسوب، د اتباعو د پير توان کمیدل او د کرونا وبا د بحران مدیریت، د فرانسې د ټاکنیزو کمپاینونو او مناظرو له مهمو مسائلو څخه و.

که د یکشنبې په ورځ کومه حیرانوونکي پيښه رامنځته نه شي او د ټاکنو نهایي پایلې د نظرسنجيو سره ډیر توپیر ونه لري، نو امانویل مکرون او مارین لوپن به د اپریل میاشتې په ۲۴ نیټه د ټاکنو په دویم پړاو کې یو د بل په مقابل کې قرار ونیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص