د فرانسې او الجزاير اړيکي
۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبهاعلان
د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا اولاند په الجزایر کښي څرګنده کړه چي د ده هیواد د الجزایر د استعمار د دورې د جنایتونو له کبله بخښنه نه غواړي. ده په الجیر کښي وویل چي د استعماري زمان او آزادۍ غوښتلو د جنګو یادونه کفایت کوي. له هغه څخه پښيماني او یا بخښنه به ونه غوښتل سي. خو پخواني وختونه نباید د دې په مقابل کي خنډ وګرزي چي پر اینده باندي بریالي سو. له جنګ څخه ۵۰ کاله وروسته اوس د یوې نوي مرحلې وخت رارسیدلی دی. د الجزایر د جمهوررئيس عبدالعزیز بوتفلیقه سره تر لیدني –کتني وروسته اولاند وویل چي د مساوي حقوقو درلودونکي، د یوې ستراتیژیکي ملګرتیا غوښتونکي دي. دواړو جمهوررئيسانو د ملګرتیا او ګډکار یوه اعلامیه لاسلیک کړه. الجزایر پسله ۱۳۲ کلو څخه د یوه اته کلن جنګ په نتیجه کښي په ۱۹۶۲کال کښي له فرانسې څخه خپل خپلواکي واخیسته.