1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فارياب والي: د اندخوی د پيښې يو عامل ووژل شو

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

د فارياب په اندخوی ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د شپږو غړو تر وژل کيدو وروسته د فارياب والي نقیب الله فايق په يوه ويډيو کې راڅرګند شو. فايق وويل چې دغه کسان طالبانو وژلي او د پيښې يو عامل نن د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3WQrt
Afghanistan | Militäroperation in Marja
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/Xinhua News Agency/L. Gah

د فارياب چارواکي وايي چې تيره شپه د دغه ولايت په اندخوی ولسوالۍ کې وسه لوالو طالبانو پر يوه کور حمله کړې چې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۶ تنه وژلي او د ښځو او ماشومان په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دغې پيښه کې لاس لرل رد کړي او دا يې يوه شخصي قضيه بللې ده.

«د طالبانو صحرايي محکمه»

مخکې تر دې، خبري سرچينو ويلي وو چې دغه کسان د ناپيژاندو وسلوالو له خوا وژل شوي دي، خو د فارياب والي نقيب الله فايق په يوه ويډيويي پيغام کې چې د فارياب ولايت پر فيسبوک پاڼه خپور شوی، ادعا کوي چې دغه کسان د شنبې په شپه (د ۲۰۲۰ کال د جنوري ۱۸مه) د طالبانو په يوه صحرايي محکمه کې وژل شوي دي. فايق په دغې ويډيو کې وايي چې طالبانو د شپې له تيارې څخه په استفادې، پرته له کومې پلټنې پر کور حمله کړې او دغه «لوی جنایت» يې ترسره کړی.

هغه وايي: «دغه جنایت د مستري محمد په نوم چې د خنجري په نوم د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال له ډلې څخه دی، ترسره شوی دی.»

د والي په خبره چې دغه پيښه د اورګنچي خانه په کلي کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې ده، رامنځ ته شوې ده. فايق زياتوي چې د اميدالله په نوم د دغې پيښې يو عامل نن سهار د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی دی.

کورني تاوتريخوالي

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني هم دغه پيښه تائيد کړه. هغه په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «موږ ته رسيدلي رپوټونه وايي چې تر دې مخکې له دغې کورنۍ څخه يوه نجلۍ د فارياب مرکز يوې ناحيې ته راتښتيدلې وه او دلته يې واده کړی وو. څه موده وروسته هغه د خپلې پلارګنۍ په غوښتنه د خپل پلار کور ته ځي چې د شپې طالبان د هغوی پر کور حمله کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژني.»

Karte Afghanistan Provinz Faryab Deutsch
دغه پيښه د اندخوی په اورګنچي خانه کلي کې شوېانځور: DW

د فارياب والي هم په خپل ويډيويي پيغام کې وايي چې طالبانو ويلي چې دغه کسان يې په اخلاقي جرم وژلي، خو والي بيا وايي: «طالبان له کومه ځايه پوه شول چې دا اخلاقي مسائل ول؟» په دغې پيښه کې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان شوي هم دي.

د فارياب د والي وياند جاويد بيدار په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «په وژل شوو او ټپيانو کې دوه ماشومان هم دي چې يو ماشوم وژل شوی او هغه چې ټپي دی دواړه پښې يې قطع شوي دي.»

تر دې وړاندې ويل شوي وو چې وژل شوی ماشوم د څلويښتو ورځو وو، خو بيدار وويل چې په اړه يې معلومات نه لري.

طالبانو په دغې پيښه کې لاس لرل رد کړي

د فارياب والي په خپلو خبرو کې وويل چې طالبانو په ځانګړې توګه د جنوري مياشتې د پيله راهيسې په فارياب کې تاوتريخوالو ته زور ورکړی او په دغې موده کې يې د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې ۱۲ ملکيان وژلي دي. والي زياته کړه: «موږ غواړو چې نړۍ او بشري سازمانونه دې ته متوجه کړو چې طالبان تر ټولو بد جنايتونه په فارياب کې ترسره کوي.»

خو ذبیح لله مجاهد چې ځان په رسنيو کې د طالبانو وياند بولي، په دې هکله يو ټيويت کې ليکلي دي: »د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې رامنځته شوې پیښه کومه شخصي قضیه ده چې د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې هیڅ تړاو نه لري.« د دغه ټويټ په پای کې د قاري محمد يوسف احمدي نوم هم ليکل شوی دی او پر افغان چارواکو نيوکې هم شوې دي.

م.ک.ص/ن.ص