1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ایالتونه غواړي د غیر قانوني مهاجرت مخه ونيول شي

۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د آلمان د ایالتونو او سيمو استازو د آلمان د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي دي چې د پناه غوښتونکو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي په موخه د داخلي سرحدونو د کنترول او د بیرته ستنیدو د اسانتیاوو په اړه څیړنه وکړي.

https://p.dw.com/p/4QMfE
اروپا ته غیر قانوني مهاجرت ورځ تر بلې ډیریږي
اروپا ته غیر قانوني مهاجرت ورځ تر بلې ډیریږيانځور: Darrin Zammit Lupi/REUTERS

د آلمان د ايالتونو او سيمو د استازو په ګډون يوې کاري ډلې د آلمان د کورنيو چارو له وزيري نانسي فیزر څخه  غوښتي دي چي دغه هيواد ته د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي له پاره بيړني اقدامات ترسره کړي.

د مهاجرو د دوو کښتیو ډوبیدو په پایله کې ۴ تنه مړه او ۲۳ لادرکه دي

د آلمان د بيلد ورځپاڼي په راپور کې راغلي دي چې د دغه هيواد د ایالتونو غوښتنه دا ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو ساتنه وکړي او په دې نظر دي چې که دا اقدام عملي نه شي، باید نورې لارې چارې ولټول شي او یا هم د غیر قانوني مهاجرو د مخنیوي له پاره د داخلي پولو پر کنټرول غور وکړي او یوه داسې چاره هم پیدا کړي چې د مخه یې د یادو مهاجرینو د بیرته لیږدولو امکان برابر شي.

بریتانیا ته د سمندري لارو مهاجرت د محدودولو نوې طرحه

په ورته وخت کې د جرمني د ایالتونو استازي هم غوښتنه کوي چې د نویو راغلو پناه غوښتونکو ثبت او پیژندنه دې په ځانګړو مرکزونو کې وشي.

د دې ترڅنګ دغو استازو ویلي دي چې د مهاجرت تړون باید له هغو هیوادونو سره وشي چې له لاري يې آلمان ته مجرم کډوال راځي.

د دې تر څنګ دوی غواړي دا ممکنه کړي چې د جنګ ځپلو هیوادنو لکه افغانستان، لیبیا او سوریې رد شوي پناه غوښتونکي بیرته خپلو هیوادنو ته ولیږي.

دغې کاري ډلې پریکړه کړې چې ګرجستان، مراکش، الجزایر او تونس باید د اصلي خوندي هیوادونو په توګه طبقه بندي شي.

د بیلډ ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې یاد شوي مسایل د کورنیو چارو وزارت رسمي راپور نه دی، بلکې یو "کاري سند" ګڼل کېږي.