1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصاداوکرایین

اوکراین وايي روسېې د اودیسه بندر په توغندويو ویشتلی

۱۴۰۱ مرداد ۱, شنبه

کیف وايي روسېې د غلجاتو د صادرولو تړون سربيره، د اوکراین اوديسه بندر په توغنديو ويشتلی دی. روسېې او اوکراين تر دې یوه ورځ مخکې په استانبول کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ېې له اوکراین څخه د غلو صادرات بیرته پيلیږي.

https://p.dw.com/p/4EYI7
Ukraine Getreidesilos im Hafen von Odessa
انځور: ussi Nukari/Lehtikuva/dpa/picture alliance

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر مشر، اندري یرماک (Andriy Yermak) د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسېې د اوديسه پر بندري ښار بمبارۍ کوي. هغه وويل: «تیره ورځ د سمندر له لارې د غلجاتو د صادرولو توافق وشو او نن روسيې پر اوديسه بندر باندې بریدونه وکړل.»

د شوي توافق له مخې له اوکراین څخه د نړیوالو بازارونو ته د غلجاتو صادرات د تورې بحیرې له بندورنو څخه په کښتیو کې ترسره کيږي. د اګست په ۲۴مه پر اوکراین د روسېې پوځي یرغل وروسته په دغه هیواد کې شاوخوا ۲۰ ميليون ټنه غله او نور کرهڼيز محصولات بند پاتې دي.

د اوکراين پوځ ويلي دي چې د روسېې د دوو توغنديو مخنیوی د دافع هوا په ذریعه شوی او دوه نور ېې  په سوداګريز بندر کې لګيدلي دي.

همدې اړه نور:د اوکراین د غله جاتو د صادرولو تړون لاسيکيږي

روسېې د جمعې په ورځ په استانبول کې ژمنه وکړه چې د سمندري دهلیزونو له لارې به د غلجاتو کښتیو ته اجازه ورکوي او پر هغو به ډزې نه کوي. بندرونه هم په هغو سیمو کې راځي چې نباید ورباندې حملې وشي.

د اوکراین د بهرنيو چارو وزارت ویاند، اُولیه نیکولینکو په کيف کې وويل چې د روسي توغندويز بریدونه د استانبول تړون په هکله شک پیدا کوي. هغه زیاته کړه چې د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين په خپلو توغندیو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د ترکېې د ولسشمر، رجب طیب اردوغان «پر مخ لاړې تو کوي.» نیکولینکو وويل چې ګوتریش او اردوغان دغه تړون ته د رسيدلو په لار کې سترې هڅې کړي دي.

په همدې اړه نور:د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې د صادراتو تړون؛ نړۍ یې هرکلی کړی

د اوکراین او روسېې تر منځ د غلجاتو د صادراتو تړون د جمعې په ورځ په استانبول کې د اردوغان او ګوتریش په حضور کې وشو. نیکولینکو زیاته کړه چې اوکراین د ملګرو ملتونو له سازمان او ترکیې باندې غږ کوي تر څو له روسېې څخه د تړون د رعایت غوښتنه وکړه. هغه وويل که چیرته دغه تړون د اجرا وړ نه وی په هغه صورت کې به روسېه د خوراکي موادو د جهاني بحران مسئوله وي. اوکراین غواړي شاوخوا ۲۰ میلیونه ټنه غله نړېوالو مارکيټونو ته صادر کړي.

د آلمان خبري آژانس چې دغه رپوټ ېې له کيف څخه ورکړی، د کيف د ادعاو مطابق ېې د مسکو دريځ په کې نه دی راخيستی.

تر دې مخکې اوکراين روسېې باندې په توغندويز بریدونو کې د ملکیانو د وژنې تورونه هم لګولي، کوم چې روسېې تل رد کړي دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.