1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د غزني په ډیرو سيمو کې د زده کړو لپاره زمینه برابره نه ده»

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د غزني د يو شمیر ولسواليو اوسېدونکي وایي، د نجونو او هلکانو لپاره ورته د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې. هغوی وايي مخکې یې د جګړو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او اوس هم طالبانو ښوونځي نه دي پرانیستي.

https://p.dw.com/p/47vnV
Afghanistan Jalalabad Kinder gehen zur Schule
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ کې زده کوونکي په  تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله له ښوونځي څخه محروم ول. اوس هم چې تعلیمي کال مخ پر پیلېدو دی د ګیلان ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره د جګړو له کبله ويجاړې شوې ودانۍ د زده کړو لپاره چمتو شوي نه دي.

 محمد د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دویچه ویله ته وویل:«په غزني کې تېرو شلو کلونو کې زیاتره ولسوالۍ نا امنه وې چې دې په تعلیمي بهیر یې هم زیات اغیز پرې ايښی دی. زیات ښوونځي له منځه تللي دي. ځیني یې همداسې نيمه حال پاتې دي او تراوسه پورې کومې موسسې یا دولتي چارواکي په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.»

د ګیلان ولسوالۍ جنوب لورې ته ناوه ولسوالۍ پرته ده چې هلته هم د زده کړو ډګر سوړ دی. دغه ولسوالۍ کې هم د هلکانو او نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه پراته دي. د طالبانو حکومت تر اوسه دغلته هم کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد امین په دې اړه وایي: «د ځوانانو یا هلکانو او نجونو د تعلیم پر مخکې خنډونه موجود دي، ښوونځي بند دي استاذانو ته معاشو نه ورکول کېږي.« هغه زياتوي چې دا هغه ستونزې دي چې امکان لري زموږ د راتلونکي نسل لپاره یو بد خبر واوسي او له دوی څخه به نورې ډلې د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي.

د غزني ولایت د ولسوالۍ میشتو اوسېدونکو غوښتنه دا ده چې د ښارونو پرتله لرو پرتو سېمو ته هم د زده کړې اسانتیاوې برابرې شي ځکه چې تیرو کلونو کې د جګړې له امله بي تعلیمه پاتې شوي دي.

Alte Minarette in der Stadt Ghazni Afghanistan
انځور: DW

د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله وایي: «تېر حکومت کې هم دغو ولسوالیو ته پاملرنه ونه شوه. اوس اړینه ده چې هغلته ښوونځي جوړ کړای شي او د ښځو لپاره هم زمینه برابره شي.»

د طالبانو ځایي چارواکي بیا د غزني ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې زده کړو بهیر پر وړاندې د شته خنډونو د حلولو خبره  کوي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس منصور افغان دویچه وله تایید کړه چې په ډیرو ولسوالیو کې د ښوونځي ودانۍ شتون نه لري خو ډاډ ورکړ چې د وخت په تیريدو سره به دغه ستونزې هوارې شي.

نوموړي وویل: «په ډېرو ولسوالیو کې تعمیرونه نشته بیا هم اسلامي امارت هڅه کوي. دا کارونه په يو وار نه کیږي بلکې هرڅه به په وخت سره سم شي.« هغه وويل: »په کومو ځاینو کې چې د ښوونځیو ودانۍ شته د حمل په میاشت کې به هلته ترتيبات نیول کيږي او هغو سېمو کې چې تعمیر موجود وي خامخا به پکې د ذکور او هم اناث درسونه پیلیږي.»

غزني ولایت کې د پخواني حکومت په وخت کې هم د هغه وخت د پوهنې رئیس ویلي وو چې دوه سوه زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي او له لسو څخه دیرو ولسوالیو کې ښځینه ښوونځي شتون نه لري. همدا راز  راپور ورکړل شوی وو چې په ناوه، ګېرو، اندړ، اجرستان، خوګیاني، ګیلان، مقر، رشیدان، زنخان او ځینو نورو ولسوالیو کې هم ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود.