اوباما د عسکرو د شمېر په اړه پريکړه نه ده کړې
۱۳۹۱ آذر ۷, سهشنبهد سپيني ماڼۍ وياند جی کارنی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۶) په واشنگټن کي خبريالانو ته وويل، چي جمهور رئيس اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د پاتېدونکو امريکايي ځواکونو د شمېر په اړه تصميم نه دئ نيولی:
«موږ په افغانستان کي د دوامداره پاتېدو له پاره د پينتاگون او نورو وړانديزونه گورو او بررسي کوو، چي له افغان حکومت سره ورباندي بحث وکړو.»
هغه زياته کړه، چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پوځي حضور په دغه هيواد کي له تروريزم سره په مبارزې او افغان ځواکونو په روزنه پوري تړلی دئ.
په پلان کي ده، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني ځواکونه ووزي.
د دوشنبې په ورځ «والستريت ژورنال» د امريکا د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله داسي راپور خپور کړ، چي متحده ايالات غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي ۱۰۰۰۰ سرتيري پريږدي.
دغي ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۵) د امريکا د متحده ايالاتو د يوه لوړپوړي چارواکي، چي نوم ئې نه دئ اخيستل په حواله لیکلي دي، چي دغه پلان په افغانستان کي د امريکايي جنرال جان الن له طرحي سره سرخوري.
د ورځپاڼي په خبره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ امريکايي سرتيري د پاتېدو سپارښتنه کړې وه.
خو کارپوهان په دې نظر دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته وظايفو د ترسره کېدو له پاره نزدې ۳۰۰۰۰ سرتيرو ته اړيتا ده. دغه ځواکونه بايد له افراطيت سره د مبارزې له پاره افغان امنيتي ځواک و روزي.
اوس په افغانستان کي نزدې ۶۷۰۰۰ امريکايي سرتيري مېشته دي او پرهغو سربيره د ناټو۳۷۰۰۰ عسکر او ۳۳۷۰۰۰ افغان امنيتي ځواک د هيواد امنيت ساتي.
د رواني مياشتي په نیمايي کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکا متحده ايالاتو د پوځي حضور پر سر باندي د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري اتري پيل سوې.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم