د عراق صدراعظم د عراقیانو د ژر اخراجیدو مخالف دی
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۵, یکشنبهد عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د المان خبري آژانس –dpa سره په خپلو خبرو کي دې ته اشاره وکړه، چي موږ حتی د داعش د «ترهگرو قاتلانو» سره شرافتمندانه او د قوانینو مطابق رفتار کوو. ځکه به نو دا سمه خبره وي، چي د مهاجرينو داخراج په مسأله کي هم احترامانه، انساني او «نه یو طرفه» معامله وسي.
باید وویل سي، چي همداوس هم هره میاشت تر ۱۰۰۰ اضافه عراقیان په جرمني کي د پناه غوښتنه کوي. خو په عین حال کي بیا عراق د هغو هیوادونو په جمله کي راځي،چي ډیری کسان یې غواړي پخپله خوښه بیرته ولاړ سي، کوم چي د جرمني د حکومت له خوا یې هم ملاتړکیږي.
د عراق صدراعظم تیره سه شنبه (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۳۰مه) په برلین کي د صدراعظمي انګيلا ميرکل سره د عراق د زیربنأ د بیرته جوړولو په باب هم خبري وکړې، کومه چي تیرو جنگونو ډیره خرابه کړې ده.
عادل عبدالمهدي ، چي د تقریبأ شپږو میاشتي راهیسي د عراق صدراعظم دی، تر اوسه پوري د کوم لوی سیاسي بحران سره نه دی مخامخ سوی، هغه څه چي په عراق کي کومه عادي خبره نه ده. په همدې دلیل شاید د هغه څخه په برلین کي اوس تود هرکلی سوی وي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(13.12.2018 )