1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی چې یو پلاوی یې د عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته تللی او له روسي چارواکو سره یې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي. د طالبانو یوه پلاوي تیره ورځ له ایراني چارواکو سره هم لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3oXAj
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر نن، پنجشنبه د دغه پلاوي د تللو خبر خپور کړی. د طالبانو د دغه سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردک په خپله ټوټیر پاڼه لیکلي چې دغه پلاوي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اوسني وضیعت او بین الافغاني خبرو بحث کړی.

نوموړی زیاتوي چې روسيې په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

تر دې دمه د دغې لیدنې به اړه ډیر جزیات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو یو پلاوی د دغې ډلې د سیاسي مرستیال  ملا عبدالغني بردادر په مشرۍ تهران ته تللی او د دغه هیواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د ایران د دولتي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د دغه هیواد د ملي امنیت شورا منشي په دې ليدنه کتنه کې د امریکا افغانستان کې په جګړه تورنه کړې ده.

د طالبانو پلاوی دا سفرونه داسې مهال کوي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ خبرې سړې دي. تیره ورځ د حکومت پلاوي اعلان وکړ چې  طالبان ورسره له شاوخوا نهو ورځو راهیسې خبرو ته نه دي ناست شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب