1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طاهر خان داوړ وژنه: د پوښتنو ځواب به څوک ورکوي؟

۱۳۹۷ آبان ۲۵, جمعه

د خیبر پښتونخوا د پولیسو چارواکي طاهر خان داوړ، جسد د پنجشنبې په ورځ له ننګرهاره پيښور ته انتقال شو او د شپې له خوا خاوروو ته وسپارل شو. خو د هغه وژنې ډیرې پوښتنې راولاړې کړي.

https://p.dw.com/p/38NM0
Pakistan Leiche von Tahir Khan Dawa wurde den pakistanischen Behörden zurückgegeben
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

د جسد تر سپارلو وروسته د طاهر خان داوړ، د لادرکه کیدو په هکله پوښتنې پای ته ورسیدې، خو د هغه د وژل کیدو په اړه تازه سوالونه رامنځ ته شوي دي. پر چارو پوه کسان وایي چې دې موضوع د تحریک انصاف حکومت له خجالتۍ سره مخامخ دی او پوښتنو ته ځوابونه موندل هم یوه ننګونه ده.

طاهر خان داوړ د طالبانو مخالف افسر شمیرل کیده او د یاغیانو له خوا پرې دوه بریدونه هم شوي وو. تر دې مخکې د هغه خپلوان هم په بریدونو کې وژل شوي دي. طاهر خان چې د داوړ قبیلي سره تړاو لري او د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نیټه له اسلام آباد څخه وتښتول شو او د چهارشنبې په ورځ یې مړی په افغانستان کې وموندل شو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر برید جنرال عبدالغفور او یو شمیر نورو سیاستوالو د طاهر خان داوړ وژنه په کله غندلې ده. عمران خان اوس په دې اړه د تازه پلټو امر کړی دی.

د طاهر خان داوړ د وژنې مسوولیت د ولایت خراسان، په نوم ډلې منلی دی. خو د اسلام آباد په څیر له خوندي ځایه د پولیسو د یوه افسر تښتول او شا او خوا له ۱۸۰۰ څارونکو کمرو څخه د ۶۰۰ کمرو نه کار کولو موضوع د ځینو کړیو له پاره د حیرانتیا وړ ده. دغه وژنې د اسلام په شمول د ټول هیواد په کچه د امنیت په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي.

شنونکي رحیم الله یوسفزي، د دویچه ویله د اردو څانګي له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل: «دا خبره سمه ده چې په ننګرهار کې داعش حضور لري، خو په کومه سیمه کې چې دغه جسد موندل شوی هلته داعش نه شته. دا خبره هم د پام وړ ده چې داعش د خپل خبري آژانس اعماق، له لارې د خپلو کړنو مسوولیت مني خو د طاهر د وژنې په هکله کومه دغه ډول ادعا نه ده شوې.»

Pakistan Leiche von Tahir Khan Dawa wurde den pakistanischen Behörden zurückgegeben
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې له جسد سره موندل شوی په پښتو ژبه لیک، هم ډیر ماشومانه دی: «داسي بریښي چې د خط لیکونکي پښتو کله لوستلې او یا لیکلې نه ده. نو دا هغه ټولې پوښتني دي چې باید ځوابونه یې ورکړل شي.»

د یوسفزي په خبره په دې قضیه کې پولیسو هیڅ همکاري نه دی کړی: «پولیسو په دې قضیه کې داسې نقش ولوبوه لکه چې بیخې یې له وسه څه پوره نه وي. داسې بریښدل چې له هغوی سره هیڅ واک نه شته. یوازې تسلي یي ورکوله.»

دې وژنې تر ټولو زیات د پښتنو ملتپالو تر منځ غوسه راپارولې ده، چې تر شا یې ژوره توطیه انګیري. د ډاکټر سید عامل محسود په وینا دغه قتل د پښتنو د نسل وژنې یوه نوي لور ته اشاره کوي: «داسې ښکاري چې په سیمه کې یوه نوې نیابتي جګړه پیلیږي چې مرکز به یي د پښتنو خاوره وي. له دې کبله داسې پښتانه مشران او کسان چې احتمالا د دغې جګړې مخالفت کولای شي، په چوپتیا سره وژل کیږي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ده په اند په دغه وژنه کې دولتي ادارې ښکیل دي: «که چیرې هغوی [دولتي ادارو] د طاهر خان ساتنه و نه کړه نو هم مسوول دي او که چیرې د هغه د تښتولو په پيښه کې پاتې راغلي نو هم مسوول دي.»

د سید عالم محسود په وینا پوښتنه دا ده چې که له هغه سره د چا شخصي دښمني وه، نو ولې به یي په افغانستان کې وژه: «که د شخصي دښمنۍ خبره وه نو په اسلام آباد کې به یي وژلی وای، د دې قتل په هکله ډیرې پوښتنې دي چې باید ځواب یي وويل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې ایا دغه کس په افغانستان کې وژل شوی او که یې تر وژل کیدو وروسته دې هیواد ته جسد لیږدول شوی دی.

د ټویټر په ټولنیزه شبکه هم د دغې وژنې په هکله ډیرې تبصرې کیږي او ځیني ګوندونه د دغه وژنې پر ضد مظاهرې پلانوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله یوه اعلامیه کې وویل چې په اسلام آباد کې یې د افغان سفارت «شارژدافیر» د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د بهرنیو چارو وزارت بللی او د جسد د ناوخته سپارلو او د څرنګوالي په هکله يي له هغه سره خپل سخت احتجاج شریک کړی دی.

په عین وخت کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د پاکستاني چارواکو په خبره نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې افغانانو د طاهر خان مړي د درناوي او وقار له ساتلو سره پاکستانیانو ته سپارلی دی. د هغه په خبره دا موضوع باید د نیوکو پر ځای د دواړو هیوادونو د خلکو د لا نزدې کیدو لامل شي.

عبدالستار/ اسلام آباد