1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالب پلوو جامو پر ضد د یو شمیر افغان ښځو کمپاین

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

افغان میرمنې د نړۍ له مختلفو برخو څخه په رنګارنګو سیمه ایزو جامو کې خپل انځورونه پر ټويټر ټولنيزې شبکې خپروي. دا په حقیقت کې افغانستان کې د ښځینه محصلینو له پاره د طالبانو له خوا د سختګیرانه لباس پر ضد یو نوی کمپاین دی.

https://p.dw.com/p/40RDV
Bildkombo Afghanistan | Frauen & Kleidung

په بشپړ ډول پټ یا پوښلې تورو جامو کې د پوهنتون په یوه سالون کې د ښځینه محصلینو موجودیت د ډیرو له پاره زړه تنګوونکی بريښي. په دې سالون کې ټولو ښځو ځانونه له سر څخه تر پښو پورې پټ کړي دي او د طالبانو د نظام له لباسونو څخه ملاتړ اعلانوي. سربیره پر دې په هغو پلاکاټونو کې چې دوی له ځان سره لیږدول، لیکل شوي وو: «مونږ د اسلام طرز تفکر او مجاهدینو له چلند څخه خوښ یو.»

افغان میرمنې په یوه ستونزمن موقعیت کې

د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱ نیټه، یعنې د سپټمبر د ۱۱ بریدونو د شلمې کلیزې په ورځ په کابل پوهنتون کې دغه حرکت نړۍ ته یو پيغام هم استوي. د دغو ښځو انځورونه په ډیرې چټکۍ سره په نړۍ کې خپاره شول.

په کابل کې د نوي حکومت چارواکو تر اوسه پورې په رسمي ډول په عامه ځایونو کې د ښځو د بشپړ حجاب موضوع نه ده مطرح کړې، خو دغه آزادي د پوهنتون په چاپیریال کې پای ته رسیدلې ده.

ښځې تر اوسه پورې اجازه لري چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، خو د شریعت په چوکاټ کې. د دغو قوانینو له مخې محصلینې باید په بشپړ ډول پټو جامو کې پوهنتون ته لاړې شي او له هلکانو څخه په جلا صنفونو کې او یا حد اقل د پردې په موجودیت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

افغاني الاصله بریتانوۍ سیاستوالې پيمانه اسد دا ډول جامې په بشپړ ډول د پردو د کلتور لباس بللی دی او د نړیوالو رسنیو په عنوان یي يوه پيغام کې ویلي دي «پر افغاني هویت دغې حملې» ډیره په غوسه کړې ده.

پيمانه اسد یوازنۍ ښځه نه ده چې له دې وضعیت سره په مخالفت کې یي دریځ نیولی دی. په همدې منځ کې په تویتر کې زما جامو ته لاس مه وروړئ ! #DoNotTouchMyClothes». تر هشتک لاندې په تویتر کې د افغان میرمنو یو کمپاین په لاره اچول شوی دی.

ښځو په دې کمپاین کې له خپلو رنګارنګو دودیزو جامو سره ګډون کړی دی په داسې حال کې چې مخونه یې هم لیدل کیږي.

د دې کمپاین نوښتګره د پرمختیایي چارو یوه کارپوه بهار جلالي ده. دغې میرمنې په دودیزو جامو کې د خپل انځور په خپرولو سره د طالبانو د جامو پلویانو ته لیکلي دي: «د افغانستان په تاریخ کې هیڅ یوې ښځې داسې جامې نه دي اغوستي. دغه جامې په بشپړ ډول د افغانستان له فرهنګ سره بیګانه دي.»

BDTD - USA
په میت ګالا په جشن کې د امریکايي موډلې کیم کردشیان په تورو جامو کې انځور - د سپتمبر ۱۳مه نیویارک انځور: Angela Weiss/AFP/Getty Images

نورې ښځې هم غواړي چې د افغانستان فرهنګي تنوع ته لا زیات تبارز ورکړي. په افغانستان کې تر پنځوسو ډیرې قومي پرګنې ژوند کوي. په کومه اندازه چې په افغانستان کې د مختلفو فرهنګونو نفوذ لیدل کیږي، په هم هغه اندازه په دې هیواد کې مختلفې دودیزې جامې هم موجودې دي.

په دې ترتیب ښځې نه یوازې دا چې خپلې دودیزې جامې نمایش ته وړاندې کوي، بلکې ځان سینګاروي او خپلې ګاڼې هم نندارې ته وړاندې کوي، د بیلکې په توګه ملالۍ چې په آلمان کې اوسیږي. همدارنګه میرمن نظیمي هم په خپل تویتر کې له افغاني جامو سره خپل انځورونه خپاره کړي دي او لاندې یې ترې لیکلي دي چې «دا افغاني کلتور دی او افغان میرمنې داسې جامې اغوندي.» 

خو دې کمپاین خپل مخالفین هم درلودل. یو شمیر انتقاد کوي چې په دې کمپاین کې ګډون کوونکي میرمنې اکثراً یي هنرمندانې، ماډلانې او یا هغه کسان دي چې له افغانستان څخه دباندې ژوند کوي.