1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو ملاتړی حاجي بشر نورزی د امریکا له خوا آزاد سوی

۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپریت امیر خان متقي هم د نورزي تر څنګ په خبري کنفرانس کې خبري وکړې او د دې تبادلې هرکلی یې وکړ او ویې ویل چې دا د امریکا او طالبانو په اړیکو کې د یوې نوي دور پیل دی.

https://p.dw.com/p/4H3lP
Haji Bashir Noorzai
انځور: Dr.M.Naeem/twitter

د طالبانو یو ملاتړی حاجي بشر نورزی تر ۱۷ کلونو بند وروسته د امریکا له خوا آزاد سوی او د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان دولتي رسنیو ویلي دي چې نوموړی د ګوانتنامو په زندان کې د وروستیو بندیانو په ډله کې وو. خو حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۵م کال کي امريکا ته د سفر پرمهال ونيول سو.

د طالبانو ویاند ډاکتر نعیم وردګ نن سهار پر خپل ټویتر پاڼې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او حاجي بشر نورزي عکس پورته کړی او  لیکلي يې دي چې نن ښاغلی حاجي بشر کابل ته راورسیدی.

د ګوانتانامو افغان زنداني آزادیږي

وروسته بیا په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې بشر نورزي خبریالانو ته وویل چې ۱۷ کاله او شپږ میاشتي یې د امریکا په زندان کې تیرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپریت امیر خان متقي هم د نورزي تر څنګ په خبري کنفرانس کې خبري وکړې او د دې تبادلې هرکلی یې وکړ او ویې ویل چې دا د امریکا او طالبانو په اړیکو کې د یوې نوي دور پیل دی.

امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې سویس ته انتقالوي

ويل کيږي چي حاجي بشر د امريکا د سمندري ځواکونو د يوه پخواني عسکر مارک فريرکس سره تبادله سوی دی. مارک فريرکس دوه کاله مخکي په کابل کي تښتول سوی وو.

پر نورزي تور وو چي امريکا ته يې د پنځوس ميليونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد قاچاق کړي دي. خو وکيل يې دغه تورونه رد کړي ول او ويلي يې ول چې د امریکا د هغه وخت حکومت له بشر نورزي سره ژمنه کړې وه چې هغه به نه نیول کیږې.

ش/ا.ن/ز