د طالبانو یو جګپوړی پلاوی په درې ورځني سفر ناروې ته ځي
۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعهد ناروې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جنوري ۲۱مه) تائید کړه چې د طالبانو یو پلاوی به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په یوه درې ورځني سفر دغه اروپايي هیواد ته ورسیري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویت فیلډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «دغه ملاقات د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي، خو موږ باید د دغه هیواد له اوسنیو حاکمانو سره خبرې وکړو.» هغې په خپره شوې اعلامیه کې زیاته کړې ده چې موږ د دې «اجازه نه شو ورکولای چې سیاسي وضعیت یو خراب بشري ناورین رامنځ ته کړي.»
په افغانستان کې د تیر میلادي کال له اګست میاشتې راهیسې، هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځید او طالبانو د حکومت چارې په لاس کې واخیستې، میلیونونه افغانان لا ډیر بې وزله شوي او وچکالي د دغه هیواد وګړي لا هم اغیزمنوي. د طالبانو تر راتګ وروسته، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې ودرلوې چې له کبله یې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شو.
د معلوماتو له مخې د طالبانو چارواکي به د جنوري میاشتې له ۲۳مې نه تر ۲۵ نیټې پورې د ناروې د حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه وکړي او همدا راز به په دې موده کې د ځينو نورو هیوادونو له ډيپلوماتانو سره هم ملاقاتونه ولري.
ناروې وايي چې د طالبانو چارواکي به د دې سفر پرمهال د «مختلفو شالید لرونکو افغانانو سره هم ملاقاتونه ولري.» په اعلامیه کې راغلي دي چې طالب چارواکي به همدا راز له خبریالانو، د بشري حقونو له فعالینو او همدا راز د ښځو له فعالینو سره هم ملاقاتونه ولري ترڅو په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پر سر بحث او حل لارې ورته پیدا کړل شي.