د طالبانو یوه نفوذي بریدګر ۱۶ دولتي ملیشې ووژلې
۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبهیوې سرچینې د رویترز خبرې آژانس ته ویلي چې د افغانستان امنیتي ادارو په دې هیواد کې یو شمیر ملیشې جوړې کړي چې طالبان کمزوري کړي. خو د هلمند د پیښې په تړاو د هلمند د والي ویاند د وژل شوو ملیشو د مشخصولو په هکله معلومات نه لري.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، وویل: «موږ خبر یو چې د طالبانو یوه جنګیالي د دولتي ځوکونو ۱۶ ملیشې وژلي دي، خو موږ تر اوسه پورې په دې نه پوهیږو چې دغه ځواکونه چا پورې تړلي ول.»
طالبانو د شنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې د دوی دوه تنه جنګیالي ښکیل ول.
په عین وخت کې د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل هویت یې بربڼد شي ویلي چې تورن وسلوال کس د څو میاشتو راهیسې له دې ملیشو سره کار کوه. نوموړي زیاته کړې چې بریدګرو د ملیشو تر وژلو وروسته د دوی وسلې او تجهیزات له ځانه سره وړي دي. په افغانستان کې هلمند ولایت یو له نا امنو سیمو او د تریاکو د کرکیل د یوې مهمې سرچینې په توګه شمیرل کیږي.