تروريزم
د طالبانو په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي دي
۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سهشنبهاعلان
د بغلان د ولایتي شورا مشر صفدر محسيني اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې طالب جنګیالیو د دوشنبې په ماښام په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز برید وکړ. په دې برید کې ۱۱ پولیس ووژل شول او ۵ محلي پولیس ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د پولیسو د دې مرکز ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
همدرانګه طالبانو د دوشنبې ورځې په سهار په سمنګان ولایت کې پر حکومت پلوه ولسي ځواکونو هم برید وکړ او د یوې ښځې په ګډون یې لس کسان ووژل.
د سمنګان د والي ویاند صديق عزیزي وویل چې په دې برید کې چې د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ترسره شوی وو، څلور کسان ټپیان شوي هم دي.
وسله وال طالبان چې نږدې هره ورځ د افغانستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، د دغو دواړو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.