1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د طالبانو په برید کې ۱۴ امنیتي سرتیري وژل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې د طالبانو جنګیالیو پر یوې سرحدي پوستې باندې برید کړی چې په پایله کې یې ۱۳ تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې چې امنیت شورا د اوربند د ادامې خبر هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3cxJl
Karte Afghanistan Provinz Paktia Englisch
انځور: DW

افغان چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۲۹مه نیټه) وویل چې پر یوې سرحدي پوستې باندې د طالب جنګیالیو د برید په پایله کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. بل لوري ته طالبانو هم امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.

د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي: «تیره شپه مجاهدینو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دښمن پر تازه جوړي شوې پوستې باندې برید وکړ.» د مجاهد په خبره، په دې وروستیو کې دښمن غواړي چې د مجاهدینو په سیمه کې خپل واک پراخ کړي. طالبان خپلو جنګیالیو ته د مجاهدینو او افغان امنيتي ځواکونو ته د دښمن کلمه کاروي.

افغان چارواکو هم د دې برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې په دې برید کې ۱۴ امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاس ورکړی دی. بل لوري ته بیا د ډنډ پټان ولسوال عید محمد احمدزي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې وسله واله نښته کې ۱۵ امنیتي سرتیري او ۲۰ کسان طالب جنګیالي وژل شوي دي. طالبانو بیا یوازې د خپلو دوو تنو جنګیالیو د وژل کیدو پیښه تائید کړې ده.

په پکتیا ولایت کې دغه وسله واله نښته داسې مهال رامنځ ته کیږي چې د ملي امنیت شورا د اختر په ورځو کې د درې ورځني اوربند د ادامې خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د اختر په ورځو کې د جګړې د دواړو اړخونو له لوري اعلان شوی اوربند اوس هم ادامه لري. فیصل په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې په دې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د امنیتي پیښو راپورونه ورکول شوي دي.

فیصل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي: «اوربند یو پیچلی عملیاتي اقدام دی چې د پیښو د مخنیوي له پاره دوامداره او د پام وړ همغږۍ ته اړتیا لري. دغه هڅې به ادامه ولري.» 

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او افغانانو د دغه اوربند د غځیدو غوښتنه کړې وه. د افغانستان حکومت له طالبانو غوښتي ول چې د زندانیانو د آزادولو له پاره او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره، باید اوربند ادامه پیدا کړي.