د طالبانو په بريدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي دي
۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبهد افغان چارواکو په خبره دغه بريدونه په بغلان، کندهار، کندوز او فراه ولايتونو کې شوي دي. دوی ويلي دي چې د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په څلورو پوځي غلاکړو موټرو سره د دغي ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرگي بريدونه کړي دي. په دې بريد کي ۱۱ پوليس وژل شوي دي.
پر دې سربيره په دې برید کي د ټاکنو کمېسيون ۸ کارکوونکي هم وژل شوي دي. د کندهار د ولايتي شورا د يوه غړي په حواله شپاړس تنه پوليس بيا طالبانو له ځانه سره بېولي هم دي.
د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پوځ دوې پوستې ويجاړې کړې او د يوې ولسي مليشې چې دولت ورسره مرسته کوي، ۲۶ غړي وژلي دي. د ځايي سياستوالو په خبره هغوی دوه تنه يرغمل هم ونيول. دولس نيمه پوځيان په دغه نښته کې ټپيان شوي هم دي.
په فراه ولايت کې بيا د جمعې په ماښام اتو عسکرو پر يوې پوځي اډې باندې د يرغل پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ولايتي شورا د يوه غړي په حواله نور کسان په دغه پېښه کې ټپيان شوي هم دي.
(N.S/N.Z(dpa,Ap,AFP