1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مرستیال مشر: د سولې تړون ته ژمن يو

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

د طالبانو مرستيال مشر چې په نړیواله کچه تر ټولو زیات تر تعقیب لاندې دی، د نيويارک ټايمز مجلې له پاره په ليکل شوې مقاله کې ويلي چې دغه ډله له امريکا متحده ایالاتو سره د سولې يوه «تاريخي» تړون ته په «بشپړه توگه ژمنه» ده.

https://p.dw.com/p/3Y73l
Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

دغه مقاله د «طالبان څه غواړي» تر سرليک لاندې د امريکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د څو میاشتو تر مذاکراتو وروسته د طالبانو د رهبرۍ د يوه برجسته غړي نظر دی، او په داسې حال کې خپريږي چې د دواړو لورو ترمنځ به د دغه تړون ښايي څو ورځې وروسته لاسليک شي.

همدا راز دا لومړی ځل دی چې په انگلسي ژبه د سراج الدين حقاني دغه ډول يوه اوږده مقاله نشريږي. نوموړی په داسې حال کې چې د طالبانو مرستیال مشر دی د حقاني شبکې مشري هم کوي چې د امريکا متحده ایالاتو له خوا د يوه ترهگریز سازمان په توگه درجه بندي شوې او د امريکا او ناټو پر ضد جگړې په ترڅ کې د طالبانو تر ټولو خطرناکه څانگه ده.

تر دې مخه به سراج الدين حقاني خپل پېغامونه د راډيويي پيغامونو له لارې زياتره په پښتو نشرول. د نوموړي وروستی نظر د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې د طالبانو په ويب پاڼه کې نشر شوی وو.

حقاني په دې مقاله کې زياتره د طالبانو د ډلې د مذاکراتي ډلې د غړيو نظرونو تکرار کړي دي، دا چې ښځې څرنگه له هغه حقوقو څخه چې «اسلام هغوی ته ورکړی» برخمنې کيدلی شي. ډیری څارونکو همدې ستونزې ته اشاره کوي او وايي چې دغه ډله د دين ډېر سخت دريځه تفسير لري. 

د حقاني شبکې دغه مشر په خپله مقاله کې ليکلي چې «دې عقیدې ته رسیدلی چې وژل او د بدنو د غړو پریکول بايد ورديږي.» د حقاني شبکه په افغانستان کې د خونړیو بریدونو او بې شمیره ځانمرګي بریدونو د پلانونو له پاره مسووله ګڼل کیږي.

امريکا متحده ایالات د ۲۰۱۸م کال راهيسې له د طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دي او انتظار کيږي جې د دواړو لورو ترمنځ به په راتلونکو څو ورځو کې يو تړون لاسليک شي چې په ترڅ کې به یې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي او په بدل کې به یې طالبان امنيتي تضمينونه ورکړي او بين الافغاني مذاکرات به پېل شي.

حقاني په دغه مقاله کې ليکلي: «موږ د امريکا متحده ایالاتو سره يوه تړون د لاسليک کولو په درشل کې يو او د دغه تړون د هرې مادې د عملي کولو له پاره هم په متن او هم له روحه ورته په بشپړه توگه ژمن يو.»

نوموړي همدا راز پر دې هم اعتراف کړی چې طالبان واک ته د دغه ډلې د احتمالي رسېدو په اړه له «انديښنو او پوښتنو» خبر دي.

حقاني زياته کړې: «دې انديښنو ته زما ځواب دا دی چې دا مسئله د افغانانو ترمنځ په اجماع پورې اړه لري.« هغه واضح کړې چې طالبان حاضر دي «پر يوه نوي او ټول شموله نظام توافق وکړي چې د هر افغان غږ هلته انگازه پیدا کړي او هيڅ يو افغان د رد کيدو او يا څنډې ته کیدو احساس ونه کړي.»

له اوږدې مودې راهيسې شک کیږي چې حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې سره اړيکي لري. همد راز د سراج الدين حقاني پلار جلال الدين حقاني هم د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره په نزدې اړيکو تورن وو.