د طالبانو مخالفې ډلې په کندز کې د واکسيناتورانو وژل رد کړل
۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبهپولیس وايي چې دوی د دغو قتلونو په تړاو د مقاومت جبهې دوه غړي نيولي دي. زياته شوې ده چې د پولیو واکسيناتوران په مختلفو بریدونو کې داسې وخت چې هغوی کور په کور واکسین کاوه، وژل شوي دي.
په کندز کې د پولیسو ویاند، قاري عبیدالله عابدي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «نیول شوو سړیانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ويلي يې دي چې دوی د پولیو واکسيناتوران وروسته له هغې ووژل چې په دغه ولایت کې يې د مقاومت جبهې له مشرانو څخه امرونه ترلاسه کړل.»
ویاند زیاته کړه، نیول شوو کسانو پر دې هم اعتراف کړی چې د قتلونو له پاره ورته «پیسې ورکړل شوې» دي.
خو د طالبانو مخالفه ډله بیا د طالبانو دغه خبره ردوي او دا د هغوی پروپاګند ګڼي.
د جبهې وياند، علي نظري د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د مقاومت ملي جبهه د حملې سازمان ورکول ردوي او موږ پوره باور لرو چې دغه کار طالبانو او یا د هغوی تروریستي شریکاونو ترسره کړی دی.»
د ویلو ده چې د فبرورۍ په ۲۴مه په مجموعي توګه ۸ واکسیناتوران وژل شوي ول چې ۷ يې په کندز او یو بل په تخار ولایت کې وژل شوی وو.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي په کې موجوده ده.