1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو محکمې یو کس د «جادو کولو» په تور په بند محکوم کړ.

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو پر جادوکولو بندیز ولګاوه، په جوزجان ولایت کې د دغې ډلې محکمې یو کس د جادوګرۍ په جرم په اته کاله بند محکوم کړ.

https://p.dw.com/p/4V0C4
 طالبانو پر جادو کولو بندیز ولګاوه
طالبانو پر جادو کولو بندیز ولګاوهانځور: 3rd Eye/Reza Sahel

څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو پر جادو کولو بندیز ولګاوه، په جوزجان ولایت کې د دغې ډلې محکمې یو کس د جادوګرۍ په جرم په اته کاله بند محکوم کړ.

په افغانستان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي چې دغه کس څو ورځې وړاندي  په جوزجان ولایت کې د جادوګرۍ په تور نیول سوی وو او محاکمه یې پرون ترسره سوه .

ولي طالبانو د محرم پر مراسمو بندیزونه لګولي دي؟

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وياند، محمد عاکف مهاجر، دويچه ويله ته وويل: « هغه کس چې د جادو او تعويذونو په ليکلو نيول سوى وو، د کورنيو تر منځ د اختلافاتو او تفرقې لامل سوی وو». هغه زیاته کړه چې جادو یو له بدیو څخه دی او په اسلام کې دا «لویه ګناه» ګڼل کیږي.«نرګس سادات د طالبانو له زندانه د روغتیايي وضعیت له امله خوشې شوه»

د طالبانو د امربالمعروف او د نهې عن المنکر وزارت چارواکي وايي، چې تر اوسه د دغې ادارې د کارکوونکو له خوا تر ۵۰ ډېر کسان چې د جادو او تعویذونو په لیکلو کې  یې کار کاوه نیولي او ډېر ژر به محاکمه سي.

د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک مسوده: طالبان دې د ښځو پر کار بندیز لغوه کړي

ځینې ​​خلک د ناروغۍ د درملنې، قسمت خلاصولو، د کار او مسلک موندلو، د ناخوښه جوړو تر منځ د مینې د پیدا کولو، د بې اولادۍ د ستونزې د حلولو، جادو ماتولو اودخپل ښه بخت  لپاره تعویذ لیکونکو ته مخه کوي.