1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت طالبانو سره خبرو اترو ته د چمتوالی په حال

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي دي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو د استاځو تر منځ د نهم پړاو مذاکراتو وروسته به افغان حکومت د طالبانو سره خبرې پيل کړي. دغه وزارت د نهم دغه پړاو مذاکراتو پايلو ته خوشبينه دی.

https://p.dw.com/p/3OZ7E
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

په داسې حال کې چې ښکاري د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د استاځو تر منځ د نهم پړاو مذاکرات نور مخ پر ختميدو دي، طالبانو ويلي چې ډير ژر به د دواړو لورو ترمنځ توافقات نهايي شي. افغان حکومت طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د يوه ۱۵ کسيزه پلاوي د آماده کيدو خبر ورکوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، کوم چې تازه د سولې خبرو د مخته وړلو په موخه د افغانستان حکومت په چوکات کې جوړ شوی، وياندې، ناجيه انوري يې دويچه ویله ته وويل: «د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي تر څو د طالبانو او افغانستان حکومت تر منځ مذاکراتو له پاره په پوره چمتوالی سره يو پلاوی واستوي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د نهم دور مذاکراتو پايلو ته خوشبينه ښکاري. تر اوسه د افغانستان حکومت له خوا د هغه ۱۵ کسيز پلاوي نومونه نه دي په ډاګه شوی چې طالبانو سره د مذاکرې له پاره ټاکل شوي دي. خو يو شمير سرچينو ويلي دي چې په دغه پلاوي کې ډيری يې هغه څيرې دي چې په قطر کې يې طالبانو سره په «بين الافغاني» مشورتي غونډه کې ګډون کړی وو.

ناجيه انوري هيله مندي ښکاره کړه چې د نهم دور مذاکراتو سره به د طالبانو او افغانستان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو اترو شرایط برابر شي. هغې وويل: «څه چې له نښو نښانو ښکاري او کوم څه چې له ملي او بين المللي آدرسونو څخه اوريدل کيږي، دغه مذاکرات چې همدا اوس جريان لري، پر يوې ښې پايلې به تمامه شي.»

Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
طالبانو د همدې اوونۍ په سر کې ويلي وو چې يوې اوونۍ څخه په کمو ورځو کې به امريکا سره توافق ته ورسیږي.انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې د دويچه ویله د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آيا طالبانو دې ته تياری ښودلی چې د افغانستان حکومت له استاځو سره خبرو ته کښيني، وويل: «د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې او څرنګه چې ليدل کيږي، ډير امکان شته چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات پیل شي.»

افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته خوشبيني ښکاره کوي، چې طالبانو په پر له پسې توګه د افغان حکومت سره خبرې کول رد کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان حکومت سره يوازې د يوه سياسي لور په توګه خبرو ته تيار دي او بس.

په حاضر وخت کې ټول، په دوحه کې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د نهم پړاو مذاکراتو نتايجو ته په انتظار دي. طالبانو د همدې اوونۍ په سر کې ويلي وو چې د دغې ناستې نتايج به د يوې اوونۍ څخه په کمو ورځو کې نهايي او د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ به لاسليک شي.