1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د مشر د «حدود او قصاص» د حکم په اړه غبرګونونه

محمد ميرويس اسلمي | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د بشري حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي چې د طالبانو د مشر نوی فرمان به له بشري حقونو د پراخې سرغړونې لامل شي. دوی وايي چې د افغانستان قضايي نظام مات شوی او دا ډول مجازات به د یوې صحرایي محاکمې او جنایت بېلګه وي.

https://p.dw.com/p/4JViU
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزادهانځور: CPA Media/picture alliance

د بشري حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي چې د طالبانو د مشر نوی فرمان به له بشري حقونو د پراخې سرغړونې لامل شي. دوی وايي چې د افغانستان قضايي نظام مات شوی او دا ډول مجازات به د یوې صحرایي محاکمې او جنایت بېلګه وي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده د طالبانو د ادارې له قاضیانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته د شرعي حدودو او قصاص د پلي کولو امر ورکړی دی. 

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې د یادې ډلې د مشر ملاهبت الله اخندزاده له قوله لیکلي چې نوموړي قاضیانو ته امر کړی چې د غلو، انسان تښتونکو او فتنه ګرو دوسیې په دقت سره وڅیړي. د دغه فرمان پر بنسټ په هغو دوسیو کې چې د حدود او قصاص ټول شرعي شرایط پوره شوي وي، مکلف دي چې د حدود او قصاص پرې پلي کړي.

ملا هبت الله ټینګار کړی: «دا د شریعت حکم او زما امر دی او عملي کول یې واجب دي.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو را وروسته دا د طالبانو تر ټولو سخت حکم دی چې د مشرتابه لخوا یې د اجرا کولو امر کېږي. 

هبت الله اخوند زاده: د هيچا فرمايش نه منم

آیا طالبان به د حد او قصاص حکم پلی کړي؟

 ظاهراً داسې برېښي چې طالبان د خپل لومړي رژيم کړنې یو وار بیا په افغانستان کې پلي کوي.  طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې شرعي تعذیب نافذ کړ او په هغه وخت کې د خپرو شویو انځورونو پر بنسټ یې څو څو ځلې ښځې په عام محضر کې سنګسار او په مرمۍ ویشتلې او په ځینو نورو مواردو کې یې پر غلا د تورنو کسانو لاسونه پرې کول.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله د نوي فرمان په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. که څه هم د طالبانو ویاند په دې اړه له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کوي، خو د طالبانو د ډلې یو غړی وايي چې د ملا هبت الله دغه حکم له اسلامي احکامو سره سم دی او عملي کېږي.

د طالبانو د دغه غړي په وینا، که شرعي حدود او قصاص عملي نه شي، په افغانستان کې امنیت نه ټینګېږي. 
د طالبانو دغه غړي مفتي محمد ناصر حقاني دویچه ویله ته وویل: «حدود د نورو خلکو د عبرت په خاطر عملي کیږي مګر دا اړینه نده چې دا په مطبوعاتو کې نشر شي.»

د طالبانو دغه غړی چې نه غواړي واضح شي کومه دنده لري، زیاتوي چې د قصاص، سنګسارولو، د لاسونو او پښې قطع کولو او دُرې وهلو لپاره به ټول شرعي شرطونه په نظر کې ونیول شي. 
 د طالبانو دا غړی په دې باور دی چې اوس مهال په افغانستان کې د قصاص او حدودو علمي کولو لپاره ټول شرایط پوره شوي دي. 
هغه د طالبانو لومړۍ دورې ته په اشارې سره وایي: «په تیر امارت کې حدود جاري او نافذ وو ځکه چې په افغانستان کې امنیت وو. اوس په افغانستان کې تر څو چې شرعي حدود پلي نه شي هیڅکله هم امنیت نه تأمین کېږي.... اوس یو څوک چې غلا کوي پوهېږي چې لاس یې نه قطع کېږي او وروسته له دوو میاشتو څخه بیا هم غلا کوي. حدود که په کابل کې پلي شي هیڅ یو د دې جرأت نه کوي چې د خلکو مال او ناموس ته زیان ورسوي.» 


آیا نوی فرمان به طالبان منزوي کړي؟


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه له یو کاله زیات وخت تېر شو خو هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه ده پیژندلې. له بشري حقونو څخه سرغړونې، پر ښځو د محدودیتونو زیاتول، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو بندول، د خلکو خپلسري نیول او صحرایې محکمې هغه څه دي، چې هیڅ هیواد په رسمي توګه له طالبانو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.

د م.م. په عمومې اسامبله کې د افغانستان پر وضعيت ژوره انديښنه ښوول شوې
د بشري حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي چې د ملا هبت الله نوی فرمان به طالبان نور هم له ستونزو سره مخ او منزوي کړي. 
د پخواني حکومت د بشري چارو وزارت پخوانی مرستیال عبدالاحد فرزام وايي، په افغانستان کې د اسلامي حدودو او قصاص په اړه د طالبانو د مشر نوی فرمان به له بشري حقونو د پراخې سرغړونې او د لا زیاتو جنایاتو د ترسره کېدو لامل شي.
هغه زیاتوي: « هغه څه چې طالبان یې په افغانستان کې د شرعي قانون او مجازاتو په عنوان عملي کوي، خپلسرې محاکمې دي، چې د جرم یوه بېلګه ده.»
د بشري حقونو دغه فعال زیاتوي، چې عادلانه محاکمې او قانوني او خپلواکو قضايي ارګانونو ته د تورنو کسانو لاسرسی یو عدلي او بشري حق دی، داسې بنسټ چې دا مهال په افغانستان کې شتون نه لري.
د هغه په ​​وينا د افغانستان قضايي نظام له سقوط سره مخ شوى او پوښتنه دا ده، چې طالبان قاضي او محکمه د کوم قانون پر بنسټ رامنځته کړې او ګمارلې؟
فرزام چې يو څه موده د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون ارشد غړی و، هم د طالبانو له خوا له بشري قوانینو څخه سرغړونې ته اشاره کوي او زیاتوي: »د بشري حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ باید مجازات انساني وي نه د بشر ضد خو له بده مرغه هغه څه چې طالبان پلي کوي دا د شرعي احکامو خلاف، غیر عادلانه او له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.«

پخوانۍ افغانه څارنواله په پاکستان کې له اوسېدو ویره لري


د حقوقي او سیاسي چارو یوه شنونکې رحیمه پوپلزۍ په دې اند ده، چې ښايي طالبان له دې نوي فرمان سره خپله تګلاره نوره هم سخته کړي.

هغې د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: «د حدود او قصاص په پلي کولو سره  ښایي د دوی [طالبانو] هدف ویره خپرول وي، هغه وېره چې ورو ورو په ټولنه کې ورکه شوې ده.»
په افغانستان کې طالبانو د خپلې واکمنۍ له یوه کال څخه په زیاته موده کې یو شمېر تورن کسان په خپلسرو يا  صحرایي محکمو کې محاکمه کړي دي. 
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورونو پر بنسټ طالبانو څو ځله تورن کسان په ډزو ویشتلي او جسدونه یې په ښار کې نندارې ته ایښي دي. د ځینو راپورونو له مخې، طالبانو په عام محضر کې یو شمېر نارینه او ښځې د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.