1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو داخله وزير خپل مخ ښکاره کړ

۱۴۰۰ اسفند ۱۴, شنبه

د افغاني طالبانو د کورنيو چارو وزير، سراج الدين حقاني، د شنبې په ورځ د رسمي مراسمو پر مهال د طالب واکمنۍ راهيسې په لومړي ځل خپل مخ وښود. حقاني د امريکا له خوا لا »نړيوال تروريست« بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/483xg
Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

سراج الدين حقاني لا د »نړيوال ترهګر« په توګه د امريکا متحده آیالاتو د لټون په ليستونو کې قرار لري. هغه د سلګونو تازه تربيه شوو پوليسو په مراسمو کې د کابل د پوليسو په اکاډمۍ کې ګډون وکړ چې دغه مراسم ځايي تلويزيوني چېنلونو په ژوندۍ بڼه خپروله. تر اوسه پورې يې مخ په هغو عکسونو کې چې د طالب چارواکو له خوا په رسمي ناستو کې خپرېدل، پټ ساتل شوی وو. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت د هغه د نيول کېدو په موخه د معلوماتو په بدل کې تر ۱۰ ميليونه امريکايي ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

په خپله وينا کې حقاني پوليسو ته وويل چې ځان رسنيو ته ښکاره کوي څو اعتبار رامنځ ته شي چې طالبان خپلې ژمنې پوره کوي. اصلي ژمنه يې په خبره د پخواني حکومت امنيتي ځواکونو ته د ګواښ نه پېښول دي. هغه زياته کړه چې طالبان له امريکا متحده آيالاتو سره شوي د دوحې تړون ته ژمن دي. نړۍ د افغانستان له خوا نه ګواښل کيږي او طالبان يې په خبره د هېواد د آزادۍ له پاره مبارزه کوي. د متحده آيالاتو او ټولو نورو هېوادونو نړيوال ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له شل کلن حضور وروسته د افغانستان څخه وتلي ول. تندلارو اسلام پالو طالبانو په ورته وخت کې خپل قدرت وار په وار پسې وغځاوه او د اګست په ۱۵ يې د پخواني ولسمشر اشرف غني تر فرار وروسته تقريبا بدون له جګړې څخه د افغانستان پلازمېنه ونيوله.

Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Taliban
په کابل کې د پوليسو د فراغت مراسمانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

تر اوسه پورې رسنيو ته اجازه نه ورکول کېده چې د حقاني څخه فلم واخلي. نوموړی په عين وخت کې د طالبانو په منځ کې د حقاني شبکې مشر هم دی. دغې رټل شوې ډلې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ملکي وګړو په وړاندې د تر ټولو مرګونو بريدونو مسئوليت منلی دی. تېره اوونۍ حقاني د کندهار په يوه لويه غونډه کې وويل چې د هغه تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې څه باندې زرو ځانمرګو بريدګرو بريدونه تر سره کړي دي.

آ./ن.ص./ا.ا.