1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر حاکميت لاندې د هزاره ګانو ناوړه وضعيت

۱۴۰۰ دی ۱۴, سه‌شنبه

شيعه مذهبه هزاره ګان د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګير دي. له يوه اړخه د داعش ترهګرې ډلې له خوا د بريدونو سره مخ دي او له بلې خوا په ځینو ولايتونو کې يې طالبان له خپلو سيمو کډه کېدو ته اړباسي.

https://p.dw.com/p/458GC
Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
په کابل کې پر هزاره ګانو يوه حمله (آرشيف عکس)انځور: AP/picture alliance

د افغانستان شيعه مذهبه اقليت چې ډېری يې هزاره قوم پورې مربوط دی، پخوا او اوس هم له تروريستي بريدونو سره مخامخ شوی دی. تېر نومبر د کابل په شيعه مېشته دشت برچي ناحيه کې لږ تر لږه دوه اوسېدونکي د موټربم له لارې ووژل او ډېر نور ژوبل شول. په می مياشت کې په عين ناحيه کې د نجونو پر يوه ښوونځي باندې وحشتناک بريد کې ۵۸ تنه ووژل شول، چې ډېرې ځوانې زدکوونکې پکې شاملې وې. د دغه بريد مسئوليت د ډېرو نورو دغسې بريدونو په څېر د »اسلامي دولت« (داعش) افغاني څانګې ته ورپه برخه کيږي. نه يوازې په کابل کې دوی هزاره ګان په نخښه کوي: د کندهار په فاطميه جومات باندې د اکتوبر د ۱۵مې بريد له لارې ۴۵ تنه ووژل شول چې د داعش تندلارو وروسته ګواښ هم وکړ چې ټول هزاره ګان به تعقيبوي که هغوی په هر ځای کې موجود هم وي.

تر فشار لاندې لږکۍ

په ۱۹۱۹ کال کې د تاسيس شوي خپلواک افغانستان په تاريخ کې هزاره ګان، چې تر ډېره يوه ترکي مغلي توکميزه ډله ده، حاشيې ته وړل شوي او تعقيب شوي دي. دغه خبره تاريخپوه کمال سيدو د ګواښل شوو قومونو د ټولنې په استازيتوب کوي. د شيعه ګانو په صفت په دغه اکثره سني مذهبه هېواد کې (چې څلور په پنځو کې افغانان سنيان دي) دوی د پخوا راهيسې يو سخت حالت زغملی دی.

پر دغه اقليت لاندې فشار نور هم پسې ډېر شو کله چې بنسټپال سني مذهبه طالبان په ۱۹۹۶ کې قدرت ته ورسېدل. هزاره ګان د مذهبي دلايلو له مخې تر تعقيب او تحقير لاندې راغلل. د »اسلامي دولت« په نوم د خراسان ډلې په راڅرګندېدو سره دغه ګواښ لا پسې زيات شو ځکه چې داعش په لا افراطي ډول د شيعه ګانو او هزاره ګانو په وړاندې اقدام کوي.

د ځمکې غصب

د بشري حقونو د څار ټولنې ايچ آر ډبليو په يوه رپوټ کې راغلي چې »طالبان هزاره ګان او نور انسانان د توکميزو دلايلو يا د هغوی د سياسي نظر له کبله شړي څو د طالبانو پلويانو ته انعامونه ورکړي.«

Afghanistan Hazaras
هزاره ګان ځانونه تر ګواښ لاندې ويني.انځور: Bram Janssen/AP Photo/picture alliance

زياته شوې چې »دغه شړنې، چې د تاوتريخوالي په ګواښ او پرته له کومې محاکمې تر سره کيږي، سختې سرغړونې دي چې يوې ډله يزې سزا سره برابرې دي.«

سره له دې هم د نومبر په پای کې په يوه غونډه کې ۱۰۰۰ تنو هزاره ګانو د طالبانو له مشرتابه څخه ملاتړ اعلان کړ. هغوی وويل »خوشحاله« دي چې په افغانستان کې واکمنۍ بدلون کړی دی. جعفر مهدوي چې د دغې ډلې يو لوړپوړی مشر دی، وويل چې د ولسمشر اشرف غني پرځول شوی حکومت د افغانستان په تاریخ کې يو »تور داغ« وو. په خبره يې افغانستان اصلي خپلواکي نه لرله چې سربېره پر دې بهرنيو هېوادونو د خپلو سفارتونو له لارې پر حکومت تسلط درلود. مهدوي وويل چې »د خدای په فضل موږ دغه تياره وخت اوس شا ته پريښي دی.« دغه خبرې په داسې حال کې کيږي چې طالبانو يو شمېر هزاره ګان وژلي دي چې د امنيتي ځواکونو په صفت يې د کابل له پخواني حکومت سره خدمت کاوه.

د زورورو د لاسه حفاظت؟

دغه اعلاميه په تېره د هزاره ګانو سخت حالت ښيي. دغه خبره کمال سيدو د ګواښل شويو قومونو له ټولنې څخه کوي، ځکه چې »د داعش د حملو له کبله دوی د طالبانو د مشرتابه ملاتړ غوښتی دی، چې ورڅخه د حفاظت تمه لري.«

دغه کارپوه لويدیځ هېوادونه هم د هزاره ګانو د حفاظت په برخه کې مسئول ګڼي. د هغه په خبره »تر شوروي اتحاد وروسته (په اتيایمو کلونو کې) دغو هېوادونو هم د مداخلې د لارې (۲۰۰۱ کال او وروسته) د افغانستان په ترينګلي حالت کې ونډه لرلې ده.«

دا مهال ډېرې خبرې جريان لري، هم له طالبانو او هم د پاکستان په څېر له ګاونډیو هېوادونو سره. د دغو چېنلونو د لارې بايد لويدیځ هېوادونه طالبان د ټولو قومونو د ښکېلتیا يوه سياست ته راولي، که دا هر څومره ستونزمن کار هم وي.   

کېرستن کنيپ/ن ص/ب ص