په تور لیست کې دوه نوي نومونه شامل شول
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعهد امریکا د خزانه داري وزارت ویلي دي چې پر عبدالباقي باري او بخت گل باندې ئې تحریمونه وضع کړي دي. د دې تحریمونو له مخې په امریکا کې د دغو دواړو کسانو ټوله شتمنۍ کنگل کیږي او ټول امریکایان له دوی سره له معامله کولو منع کیږي.
عبدالباقي باري له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو له پاره پیسې راټولې کړي دي او د دغې ډلې د مالي مدير په توکه ئې کار کړی دئ. د امریکا د خزانه داري په حواله په ځینو مواردو کې عبدالباقي له پاکستاني بانکونو څخه طالبانو ته د استولو شوو پیسو د تر لاسه کولو په موخه کار اخیستی دئ.
د متحده ایالاتو خزانه داري ویلي دي چې دغو دواړو کسانو د طالبانو له پاره مالي خدمتونه وړاندې ول. د دې ادارې په خبره عبدالباقي همداراز له یوه شرکت څخه کار اخیسته چې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونه تمویل کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د خزانه داري په حواله اسامه بن لادن په ۲۰۰۲ کال کې عبدالباقي ته ۵۰۰۰۰۰ ډالر ورکړي ول چې یوه کارخانه راونیسي. همداراز طالبانو هم د خپل حاکمیت پر مهال عبدالباقي ته ۸.۲ میلیونه ډالر ورکړي ول او له دې مودې وروسته عبدالباقي د طالبانو د بانک په توگه کار کوه.
عبدالباقي دغه پیسي له افغانستان څخه بهر په بانکي حسابونو کې ساتلې ځکه چې هغه بیره درلوده چې نه شي په افغانستان کې د هغه پیسې د افغان حکومت له خوا کنگل شي. عبدالباقي همداراز طالبانو ته وسلي هم رانیولې.
د امریکا د خزانه داري د بهرنیو پانگو د کنترول دفتر ویلي دي چې بخت گل د حقاني شبکې یو رابط وگړی دئ. بخت گل په مستیقمه توگه د حقانی د ډلې د مشر بدرالدین حقاني، د ارتباطي وگړي په توگه کار کړی دئ. پخپله بدرالدین حقاني په ۲۰۰۲ کال کې د متحده ایالاتو په تور لیست کې شامل شو. د امریکا خزانه داري ویلي دي چې بخت گل د حقاني د مشر د پیغامونو د رسولو او د طالبانو د ډلې د مطبوعاتو مسئولیت پر غاړه درلود.
د امریکا د خزانه داري د بهرنیو پانگو د کنترول د ادارې مشر ادم سزوبین، ویلي دي چې په تور لیست کې د دې کسانو د شاملو هدف په دې خبرې ځان مطمئنول دي چې هغه کسان چې په افغانستان او پاکستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي له نړیوال مالي بازارونو څخه لیري وساتل شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم